منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۷ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې یو مدني فعال وژل شوی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۶ کتنې

جلال اباد (پژواک،۲۳ تله ۹۹): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې ناپېژاندو وسله والو يو مدني فعال وژلی دی.

مسوولين وايي، د سيف الرحمن سعيدي په نوم دغه مدني فعال له کارځای څخه خپل کور ته روان و چې وژل شوی دی.

په ننګرهار کې د شرقي ځوانانو په نوم د يوې مدني ټولنې مشر عزيز خوږياڼي د تلې په ۲۳مه پژواک ته وويل، تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې اړوند پنځم واټرپمپ سيمه کې د دوی يو غړی وژل شوی دی.

هغه زياته کړه، سيف الرحمن سعيدي له دوی سره په اداري برخه کې کار کاوه، د شورا له دفتره کور ته روان و چې وسله والو پرې ډزې کړې او وژلی يې دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته پېښه تاييد کړه او زياته يې کړه چې پوليسو پلټنې پيل کړې دي.

دا په تېرو دوو ورځو کې دويمه ورته پېښه ده، يوه ورځ وړاندې يوديني عالم هم د جلال اباد ښار په زړه کې ووژل شو.

تراوسه ددې پېښې مسووليت چاپرغاړه نه دى اخيستى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه