منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۶ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د داعش او طالبانو ١٨ وسله وال حکومت ته تسليم شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۴ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۴ تله ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت د ملي امنيت ادارې په هلو ځلو اته داعش وسله وال دولت ته تسلیم او لس وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شول .

يادو وسله والو د تلې په ۲۴مه د ملي امنيت انګړ کې د يو رسنيز کنفرانس پرمهال خپلې وسلې هم امنيتي ځواکونو ته وسپارلې.

د ننګرهار ولایت مرستیال والي تمیم عارف مومند وويل، د ملي امنیت ادارې په هلو ځلو اته داعشیان تسلیم او لس طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شول او همدا راز یې خپلې وسلې هم دوی ته وسپارلې .

دی وایي، دې وسله والو د ننګرهار ولايت خوږیاڼو، بټي کوټ، چپرهار، هسکه مینه او اچین ولسوالیو کې دولت ضد کړنې ترسره کولی، خو اوس يې د سولې لار خپله کړه.

هغه له نورو وسله والو مخالفینو هم وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لارې په خپلولو سره د نورو افغانانو په څېر د وطن د ابادۍ او سوکالۍ لپاره کار وکړي .

د سولې بهیر سره یو ځای شوي طالب امدادالله وویل چې تر دې وړاندې یې په بټي کوټ او چپرهار ولسوالیو کې ورانکاري فعالیتونه کول چې د حقایقو په درک کولو سره یې د سولې لاره غوره کړه او د تل لپاره یې له جګړې لاس واخیست .

تر دې وړاندې هم د ملي امنیت په هڅو لسګونه د دولت وسله وال مخالفین تسلیم او سولې بهیر سره یو ځای شوي دي .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه