منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۷ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ننګرهار کې اته کسان په بند محکوم شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۴ تله ۹۹): د ننګرهار استیناف محکمې له لوري د بېلابېلو جرمونو په تړاو اته کسان له یو کال څخه تر ‍۱۴ کلونو تنفیذي بند باندې محکوم شول.

د ننګرهار د استيناف محکمې له لوري د تلې په ۲۴مه پژواک اژانس ته راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې قاضيانو دا پرېکړه د ننګرهار استيناف ښاري محکمې د رييس قضاوتمند محمد انعام فايق په مشرۍ او د جزا ابتدائيه دېوان قضايي غړو په غړيتوب د قضیو د طرفينو، زيانمنو او عامو وګړو په حضور کې علني قضايي غونډه کې وکړه.

د يادې قضايي غونډې پر مهال د هر تورن پر وړاندې د مؤظفو څارنوالانو له لوري برابرې شوې صورت دعوې ولوستل شوې چې د هر تورن مدافع وکيل يې په مقابل کې جوړې کړې دفع دعوې واورولې .

قضايي پلاوي د رايو په يووالي دوه کسان له يوتن څخه د اشترنګي ريکشا د غصب په قضيه کې هر يو په   ۸  ـ  ۸  کاله، دغه راز درې تنه نور د يو کس له لاس څخه د يو سيټ موبايل د تښتولو په قضيه کې هر يو تن په يو ـ  يو کال، په همدې قضيه کې دوه کسان نور له يو تن څخه د نغدو پيسو او يو موبايل د غصب په جرم هر يو په  ۸ ـ  ۸ کاله تنفيذي بند محکوم کړل.

خبرپاڼه کې راغلي له يادو کسانو څخه ترلاسه شوې يوه عراده هندي ريکشا، چې په ذکر شويو جرمونو کې ور څخه ګټه اخستل شوې وه د جزا کوډ ۱۸۲ مادې له حکم سره سم پرې دمصادرې حکم وشو.

همدا راز د يادې قضايي علني غونډې پلاوي يو تن د رهزنۍ په جرم د نظارت او توقيف له مودې په  ۱۴ کاله تنفيذي بند محکوم کړ.

دعلني غونډې قضايي پلاوی وایي، د تورنو پر وړاندې شوې پرېکړې وروستۍ نه دي او کولای شي د استيناف غوښتنه وکړي.                              

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه