جلال اباد (پژواک، ۲۶ تله ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د وسلو يو قاچاقبر يې نيولی چې له پاکستان څخه يې افغانستان ته ۵۳ ميله بېلا بېل ډوله وسلې را لېږدولې.
د چارواکو په خبره، دغه کس غوښتل د مومندرې ولسوالۍ د ډکې سيمې له لارې يادې وسلې را انتقال کړي چې پوليسو نيولى دى.
د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزی وايي چې ياد تن دغه وسلې له پاکستان څخه را لېږدولې وې او د پولیسو د پلټنو پر مهال د مومندرې ولسوالۍ ډکې سيمه کې نيول شو دى.
هغه وايي چې دغه وسلې به ډېر ژر د بې وسلې کولو پروګرام (ډاياک) ته وسپارل شي.
نوموړي وويل، چې نيول شوی تن د کندز ولايت د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې د قانوني اجراتو په موخه به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
امنيه قوماندان همدا راز وويل، چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په موخه په پراخه کچه تدابير نيول شوي او د غلو او نورو مجرمينو پر وړاندې به د کورنيو چارو وزارت د وروستۍ پرېکړې له مخې اقدامات تر سره شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې جلال اباد ښار کې د چاودنو او هدفي وژنو پېښې ډېرې شوې دي.
دا تېره اوونۍ هم يو مدني فعال او يو ديني عالم په جلال اباد ښار کې ووژل شول چې د خلکو اندېښنې يې زياتې کړې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










