منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سولې له خبرو سره د جګړو شدت خلک اندېښمن کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۷ تله ۹۹): د ننګرهار ولايتي شورا يو شمېر غړي، مدني فعالان او ځايي اوسېدونکي وايي، د سولې له خبرو سره هم مهاله د جګړو شدت خلک اندېښمن کړي دي.

دوی وايي، حکومت او طالبان بايد ولس ته ځواب ورکړي چې ولې د سولې د خبرو له دوام سره جګړو زور اخیستی دی.

ځايي خلکو دا څرګندونې د تلې په ۲۷مه د ننګرهار د ولايتي شورا په انګړ کې د کندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال رازق اڅکزي د دويم تلين په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې.

د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر اندېښنه څرګنده کړه چې د سولې د خبرو له دوام سره د جګړو شدت سولې ته راټوکېدلې هيلې له ګواښ سره مخ کړې دي.

هغه جنرال رازق د سولې د لارې او د ډيورنډ کرښې شهيد وباله او ټينګار يې وکړ چې د سولې د راتګ لپاره بايد داسې خلک قربانيانې بېځايه لاړې نه شي.

د ننګرهار د ولايتي شورا بل غړي اسرارالله مراد وويل، طالبان هڅه کوي چې جګړو ته د شدت ورکولو په بدل کې د سولې خبرو پر مهال زيات امتيازات ترلاسه کړي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې حکومت دې د جنرال رازق د قتل د قضيې څېړنې پايلې له ولس سره شريکې شي، عاملین دې پیدا او محاکمه کړي.

په دې غونډه کې مدني فعالانو او قومي مشرانو پر حکومت نیوکه وکړه چې هېڅ وخت یې د حالاتو د کابو کولو لپاره کوټلي ګامونه نه دي اخيستي.

مدني فعال عبدالرحمن معاون د ننګرهار پر اوسني امنیتي وضیعت هم  اندېښنه وښوده او غوښتنه یې دا وه چې د ناامنۍ د مهار لپاره دې لاس په کار شي.

قومي مشر عبدالغني عباسي وويل، په هېواد کې سولې ته هيله مندي هم شته خو د جګړو له شدته ځکه وېره موجود ده چې هره ورځ په ولايتونو کې بې ګناه انسانان وژل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور