منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۷ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ننګرهار کې څلورو ولسوالیو ته د غځېدلې لارې یو پول الوځول شوی

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

جلال اباد (پژواک ۲۷ تله ۹۹): د ننګرهار چارواکي وايي، وسله والو مخالفينو د دغه ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د سړک يو پولګوټی پر بمونو الوځولی چې له امله یې څلورو ولسواليو ته د خلکو پر مخ لاره بنده شوې ده.

پېښه تېره شپه د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد سيمه کې رامنځته شوې چې د زرګونه خلکو د تګ راتګ پر وړاندې يې خنډ جوړ کړی دی.

د ننګرهارد والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ۲۷مه پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه وسله والو مخالفينو د دغه ولايت د سره رود ولسوالۍ اړوند فتح اباد سيمه کې يو پولچک پر بمونو الوځولی دی.

هغه وايي، د سړک دغه برخه په بشپړه توګه ويجاړه شوې چې د ننګرهار د سره رود سربېره يې د خوږياڼو، حصارک او شېرزادو ولسواليو خلکو ته د تګ راتګ پر مهال ستونزې را ولاړې کړې دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي حسين شاه پژواک ته وويل، تېره شپه لومړی دوه درنې چاودنې وشوې او بيا ډزې هم روانې وې؛ خو کله چې سهار عمومي سړک ته ووتل، ګوري چې سړک وران او لسګونه موټر دواړو خواوو ته کتار ولاړ دي.

دی وايي، سړک اوس هم د تګ راتګ نه دی خو خلکو په ويجاړو ځايونو کې تيږي ایښې او موټر پرې په ډېره ستونزه تېرېدلی شي.

وسله والو طالبانو په دې تړاو رسنيو ته لا څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه