منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۷ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار د جودرې خلک: د ولسمشر له خوا له موږ سره شوې ژمنې یوه هم نه ده عملي شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۸ تله ۹۹): د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې سيمې اوسېدونکي وايي، ولسمشر ورسره د سړک، روغتيايي مرکز، ښوونځي او جومات جوړولو او ځینو نورو برخو کې د همکارۍ ژمنې کړې وې، خو تر اوسه يې يوه هم پوره شوې نه ده.

د جودرې پېښه د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۲۶مه هغه مهال رامنځته شوه چې د ياد کلي لسګونه خلک جومات کې د جمعې ورځې پر لمانځه ولاړ وو او ځانمرګی بريد په کې ترسره شو. په دغه بريد کې ۷۰ کسان ووژل شول او ۳۱ نور ټپيان شول.

له پېښې دوه ورځې وروسته ولسمشر دغې ولسوالۍ ته سفر وکړ او له خلکو سره يې په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنې وکړې.

د سيمې يوه اوسېدونکي شفيق الله پژواک اژانس ته وويل، ولسمشر ورسره ژمنه کړې وه چې دې سيمې ته به ځانګړی ښوونځی، روغتيايي مرکز، جومات او سړک جوړوي او دغه راز به يې د اوبو په برخه کې شته ستونزه هم حل شي.

هغه وايي، ولسمشر د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره ژمنه کړې وه چې یو يو کس به یې حج ته لېږي او د يتيمو ماشومانو د زده کړو لګښت به هم حکومت پر غاړه اخلي خو تر اوسه يې ژمنې عملي نه شوه.

د دې سيمې يوه بل اوسېدونکي سيد رقيب وويل، يوازې په جومات کار روان دی، خو هغه هم تر اوسه بشپړ نه شو او نورې خو هېڅ برخې ته پاملرنه نه ده شوې.

دی وايي، لا يې هم کوچنيان د ښوونځي د لرې والي له امله بې زده کړو پاتې دي، د لارې د خرابوالي له امله يې ناروغان روغتيايي مرکزونو ته د لېږد پر مهال لا مرګوني کېږي.

ځايي خلک غوښتنه کوي چې د ولسمشر کړې ژمنې دې ورسره عملي شي او دوی دې له ستونزو را و ایستل شي.

د ايمل خان په نوم يو ځوان وايي، څو ځلې ولايتي ادارې، کليو پراختيا ریاست او حتی تر ارګه د دوی مشران لاړل خو هغوی ورته لومړی وويل چې کارونه يې د ۱۳۹۹ کال بودجه کې منظورېږي او اوس ورته ويل شوي چې ۱۴۰۰ کال کې به يې کارونه پيل شي.

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوال رضوان الله بشرمل هم پژواک سره خبرو کې تاييد کړه چې له يادو خلکو سره ژمنې لا عملي شوي نه دي، خو وايي، د جومات کارونه ۸۰ سلنه بشپړ شوي دي.

دی زياتوي، له يادو خلکو سره به د شوو نورو ژمنو د عملي کېدو په برخه کې هم عملاً ډېر ژر ګامونه واخيستل شي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي چې د يادې پېښې قربانيانو له کورنيو سره مرستې شوې او په سيمه کې د بيارغونې کارونه هم پيل شوي دي.

هغه پژواک ته وويل چې د جودرې جومات کارونه هم ډېر ترسره شوي او ډېر ژر به پرانيستل شي.

د جودرې د پېښې مسووليت داعش وسله والې ډلې منلی و او يادونه يې کړې وه چې له حکومت سره د دغو خلکو د همکارۍ په غبرګون يې دا چاره ترسره کړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه