منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

چارواکي: ننګرهار کې د داعش د ځانمرګو مسوول نيول شوی، قاضي يې وژل شوی

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۸ تله ۹۹): د ننګرهار چارواکي وايي، د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د عملياتو پر مهال د داعش ډلې د ځانمرګو بريدونو مسوول ژوندی نيولی او د دې ډلې يو قاضي يې وژلی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه په جلال اباد ښار کې د داعش ځپلو په موخه دوه ځايه عمليات ترسره کړل.

نوموړي وويل په دغو عملیاتو کې د داعش ډلې د ځانمرګو بریدونو مسوول محمد نبي مشهور په ایوبي له یوې تومانچې سره ژوندی نیول شوی او د امین په نوم د دې ډلې یو قاضي چې په معاویه مشهور و، د عکس العمل پر مهال وژل شوی او ترې یو کلاشینکوف هم ترلاسه شوی دی.

نوموړي زياته کړه، په ترسره شوو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو ۰۲ قطعې له لوري هم رسنيو ته لېږل شوې اعلاميه کې تاييد شوې چې تېره شپه يې د داعش ډلې يو قاضي وژلی او دغه راز يې د دې ډلې د ځانمرګو بريدونو يو مسوول ژوندی نيولی دی.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د لغمان پوليسو د یو لړ ځانګړو  اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ د قرغیو ولسوالۍ اړوند  سیمه کې له چاودېدونکو ډکه رېکشه نيولې ده.

د لغمان والي وياند اسدالله دولتزي پژواک ته وويل، یو کس چې غوښتل یې د ١٢٠ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو ډکه رېکشه مهترلام ښار ته د ترهګریزو کړنو په موخه ولېږدوي، د پوليسو له خوا نيول شوى دی.

هغه زياته کړې، نيول شوى یاد کس دا مهال د پولیسو تر څېړنو لاندې دی او له څېړنو وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه