جلال اباد (پژواک، ۲۹ تله ۹۹): د لغمان ولايت چارواکي وايي چې د ملي امنیت ځواکونو د ځانګړو عملياتو پرمهال ۷ وسله وال طالبان نيولي دي.
دوی وايي، نيول شويو کسانو په دغه ولايت کې په وروستيو ترهګريزو بريدونو کې لاس درلود چې په خپلو جرمونو يې اعتراف کړی دی.
د لغمان د والي مرستيال شهزاده مظلوميار د تلې په ٣٠مه، په يو رسنيز کنفرانس کې وويل، د ملي امنیت منسوبینو د هڅو په دوام په تېرو دوو ورځو کې د بېلا بېلو ځانګړو عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو ۷ غړي نیولي دي.
دی وايي، دغو کسانو د لغمان د ولایتي شورا په رييس او مهترلام ښار کې د پولیسو په موټر چاودنه کې یې لاس درلود.
مظلوم یار وویل، چې نیول شویو وسله والو طالبانو په ګڼو نورو ترهګریزو او تخریبي فعالیتونو کې هم لاس درلود چې په نیول کېدو سره یې د وسله والو طالبانو د نورو بريدونو مخه ونيول شوه.
د لغمان مرستیال والي زیاتوي چې نیول شویو وسله والو طالبانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او د لا زیاتې څېړنې په موخه په ملي امنیت ریاست کې تر پوښتنو او ګرویږنو لاندې دي.
په ورته مهال د ولایتي شورا مرستیال عبدالعزیز د ملي امنيت ادارې له دغو لاسته راوړنو مننه وکړه او ټينګار يې وکړ چې ولس بايد د خپلو امنيتي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي.
بل لورته نیول شویو وسله والو طالبانو د رسنیو پر وړاندې په خپلو جرمونو اعتراف وکړ.
د يو بل خبر له مخې، ځايي چارواکي وايي، د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ کشفي اورګانونو په همغږي سره د مرکز مهترلام ښار اړونده سیمه کې د یو لړ ځانګړي هدفمند عملیات ترسره کړي چې په پایله کې يې د طالبانو مالي تمویلونکى مهم غړى قاري ذکرالله مشهور په کشمیر نيولى دى.
سرچينې زياته کړې چې نوموړي د لغمان یوه اوسېدونکې ته د مرګ ګواښونه کول او (۵۰۰۰) زره امریکایي ډالرو غوښتنه يې کوله چې د (۵۰۰۰۰) زره افغانۍ د باج اخیستلو په تړاو لاس په لاس ونیول شو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










