ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاریون کوونکي: د «ميليون جام کرکټ سيالۍ» دې خوست کې په خپل وخت تر سره شي

لاریون کوونکي: د «ميليون جام کرکټ سيالۍ» دې خوست کې په خپل وخت تر سره شي

author avatar
21 Oct 2020 - 17:40
لاریون کوونکي: د «ميليون جام کرکټ سيالۍ» دې خوست کې په خپل وخت تر سره شي
author avatar
21 Oct 2020 - 17:40

خوست ښار(پژواک، ۳۰ تله ۹۹): په خوست کې سلګونو لاریون کوونکو له ولسمشر څخه په دغه ولايت کې د «ميليون جام کرکټ سياليو» په خپل وخت تر سره کېدو غوښتنه وکړه.

د میليون جام پنځم پړاو کرکټ ليګ تړون د اکتوبر په ۱۳مه له لمر تلوېزيون او چنار پروډکشن سره لاسليک شو، چې له مخې به يې دا شل اووريزې سيالۍ په خوست کې ترسره شي.

د دغو سياليو مسوول شاپور ځدراڼ وايي چې دا سيالۍ به راتلونکي نومبر مياشت کې په خوست کې پيل شي او په ژوندۍ بڼه به خپريږي.

خو خوست کې اعتراض کوونکو نن ویل، د افغانستان کرکټ بورډ چې په سر کې يې فرهان يوسفزی دی، په دغه ولايت کې د ميليون جام کرکټ ليګ سياليو مخنيوی کوي.

دوی د کرکټ بورډ مشر خلاف شعارونه ورکول او له ولسمشر يې وغوښتل چې یوسفزی د کرکت بورډ د مشرۍ وړتيا نه لري او پر ځای یې دې بل وړ کس وګوماري.

د دغه لاريون يو تن ګډونوال قانون پاڅون پژواک خبري اژانس ته وويل، سره له دې چې د ميليون جام کرکټ ليګ سياليو ترسره کېدو ټول قانوني پړاوونه وهل شوي، خو بيا یې هم د کرکټ بورډ مشر مخنيوی کوي.

دی وايي: «د کرکټ بورډ رئيس چې په کرکټ باندې نه پوهيږي او هيڅ په دې خبر نه دی چې دا سيالۍ په کوم شکل کيږي، غوښتنه مو ترې دا ده چې دا سيالۍ موږ ته خوست کې پرېږدي، بيا مو په ولسمشر غږ دی چې فرهان يوسفزی چې دا مهال انګلېنډ کې پروت دی، ژر تر ژره بدل، بدل څه چي محاکمه يې کړي او د کرکټ بورډ لپاره داسې کس راولېږي، چې په کرکټ باندې پوه وي.»

د نورالله نوري په نوم د لاريون بل ګډونوال وويل چې دوی به په هيڅ صورت اجازه ورنه کړي چې د ميليون جام کرکټ سيالۍ د خوست پر ځای بل ځای کې ترسره شي.

هغه وايي، که د دوی غوښتنې ونه منل شي، نو د اعتراض په ډول به د کرکټ ملي اکاډمي او تر څنګ به يې د خوست کرکټ ملي لوبغالی وتړي او تر هغه به خپل اعتراض ته دوام ورکوي، چې غوښتنې یې ومنل شي.

د ياد لاريون بل ګډونوال او د افغانستان کرکټ ملي ټيم لوبغاړی رشيد ځدراڼ وايي دا چې د ميليون جام کرکټ ليګ سياليو قانوني پړاوونه وهل شوي، نو د کرکټ بورډ مشر ته په کار ده چې خوست کې د یادو سیالیو د ترسره کېدو مخه ډب نه کړي؛ ځکه دا د لويې پکتيا په ځانګړي ډول د خوستوالو غوښتنه ده.

ده زياته کړه:«ددغه ليګ ټول مراحل طى شوي، که بيا هم چېرته ستونزه وه، يوسفزی صاحب او نور د کرکټ بورډ کوم چارواکي چې دي بايد دا ستونزه حل کړي، د لويې پکتيا په خاصه توګه د خوست لپاره دا مهم ټورنمنټ دی او بايد ضايع نه شي.»

بل پلو د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک بيا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د میليون جام لوبې پخوا هم ترسره شوي او په راتلونکي کې يې هم اداره هيڅ ډول مخالفت نه کوي، بلکې ملاتړ يې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.