منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۶ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د والي ویاند: ننګرهار کې د پاکستانیانو په ګډون ۱۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۵ کتنې

جلال اباد (پژواک،۲ لړم۹۹): د ننګرهار د والي ویاند وایي، تېره شپه د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د شپږو پاکستانيانو په ګډون ۱۲ د  دولت وسله وال مخالفین وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

 د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د دغو څرګندونو تر څنګ پژواک ته وویل چې یادو ۱۹ کسانو ته دغه مرګ ژوبله د خوږياڼو په ډنډو سيمه کې د دولتي ځواکونو په ځمکنیو او هوایي ځوابي بریدونو کې اوښتې ده. 

د ده په وینا، د وسله والو طالبانو مړي او د هغوی اووه کلاشينکوفونه او یوه پيکا په سيمه کې پاتې دي.

دی وايي، په یادو بريدونو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه