ژبه

اروزګان کې د کرونا ناروغانو لپاره پنځوس بستریز روغتون جوړېږي

ترینکوټ (پژواک، ۴ لړم ۹۹): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د کرونا واټ لپاره د نوي پنځوس بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې.

د اروزګان والي عمر شېرزاد د لړم په څلورمه په یوه خبرې ناسته کې خبریالانو ته وویل چې دغه پروژه د دغه ولایت لپاره بنسټیزه پروژه ده او له مسوولینو یې وغوښتل چې چارې یې د قرارداد مطابق او په معیاري ډول ترسره کړي.

هغه زیاته کړه چې د دغه روغتون په جوړېدو سره به نه یوازې د کرونا ناروغانو درملنې لپاره مناسب ځای پیدا شي، بلکې د دغه ویروس له ختمېدو وروسته به دغه روغتون د نورو ناروغانو د درملنې لپاره په واک کي ورکړل شي.

د اروزګان ولایت د عامي روغتیا رییس ډاکتر غفار وطنوال هم په نننۍ ناسته کې وویل چې د دې پروژې مالي لګښت چې څه باندې دېرش میلیونه افغانۍ دی، د اسیایي بانک له خوا ورکول کېږي.

د ده په وینا، یاد روغتون په یوه پوړ کې د پنځوسو بسترونو په درلودو د یو کال په موده کي جوړ شي.

همدارنګه مسوولینو نن د ولایتي روغتون لپاره د انتظار دوه خونې هم ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

د ولایتي روغتون مسوول ډاکتر امین الله توخی وایي، دغه انتظارخوني چې یوه یې د نارینه او بله یې د ښځو پایوازانو لپاره دي، څه باندې اووه میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

توخی وایي، د دې انتظار خونو په جوړېدو سره به د پایوازانو د ناستې او اوسېدو لپاره مناسب ځای پیدا شي.

د اروزګان اوسېدونکي د دغه ولایت د عامې روغتیا په برخه کې د ۵۰ بستریز روغتون په جوړېدو خوښ دي.

عبدالمالک چې د مرکز ترینکوټ اوسېدونکی دی، وایي چې کلونه کېږي د روغتیایي مرکزونو او اسانتیاوو له ستونزو سره مخ دي.

نوموړی هیله مندي وښوده چې د دغه روغتون په جوړېدو سره به نه یوازې کرونايي ناروغان د مناسبې درملنې ځای پیدا کړي، بلکې د کرونا لپاره اوسنی واټ به د نورو ناروغانو پر مخ هم پرانیستل شي.

login or register a new account.