منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۶ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په نيمروز کې د رضاکارو ځوانانو له خوا د کرونا په اړه د پوهاوي پروګرام پیلیږي

پژواک خبري اژانس
· ۴ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

زرنج (پژواک، ١١ لړم ٩٩): په نیمروز کې سلګونو رضاکارو ځوانانو چې د کرونا ويروس د خپرېدو پرمهال یې د دغه ویروس په اړه خلکو ته پوهای ورکړی و، یو ځل بیا د پوهاوي دغه پروګرام پیلوي.

دغه رضاکاران چې شمېر یې ۷۲۷ (۴۱۰ نارينه او ۳۱۷ مېرمنو) ته رسیږي، په نیمروز کې د افغاني سرې میاشتې د ټولنې غړي دي.

د یادولو ده چې په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو په لومړي پړاو کې، دوی په څلور کسیزو ګروپونو وېشل شوي وو، کلیو او د نیمروز ولسوالیو ته تلل، د دې ترڅنګ چې خلکو ته به یې د هغوی د کورونو په دروازو کې د کرونا ویروس په اړه او له هغه څخه د مخنیوي د لارو چارو او نورو اړوند مسایلو په اړه معلومات ورکول، یوه اندازه مکروب ضد توکي او صابون یې هم ورته وېشه.

د قرنطین دورې له پای ته رسېدو او د دغه ویروس د مثبتو پېښو له را کمېدو سره، د یاد ویروس په اړه د دغو ځوانانو د پوهاوي پروګرام هم پای ته ورسېد.

خو هغوی وایي چې اوس هوا سړه شوې او د دغه ویروس د دویمې څپې خطر موجود دی، دوی چمتو دي څو د پوهاوي پروګرام له سر پیل کړي.

په نیمروز کې د دغو رضاکارانو له ډلې د محمود په نوم يو کس پژواک خبري اژانس ته وویل: «په لومړي پړاو کې چې کرونا خپره شوې وه، د خلکو دروازو ته ورتلو، سلګونو کسانو ته مو د کرونا او د  ګواښونو په اړه يې پوهاوی ورکاوه، د عامې روغتیا سپارښتنې مو ورته تشريح کولې او یو څه د مکروب ضد توکي مو هم ورته وېشل، ډېر خوښ وم چې په دغه ډول پروګرام کې مې ګډون درلود.»

هغه زیاته کړه چې اوس هوا سړه شوې او د افغانستان په ګډون په یوشمېر هېوادونو کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې ډېرې شوې دي، باید د پوهاي پروګرامونه پیل شي.

نوموړي وویل چې له همکارانو سره یې چمتو دی چې بیا د پوهاوي پروګرامونه پیل کړي او د دغه ويروس ګواښونو ته د خلکو پام ور واړوي.

هغه په نیمروز او نورو ولایتونو کې له نورو ځوانانو وغوښتل چې په دغه ډول رضاکارانه پروګرامونو کې برخه واخلي او خلک دې د کرونا وېروس له ګواښونو خبر کړي.

د نیمروز ولایت یوه بل رضا کار محمد ظریف یوسف زي وویل: «کله چې په نیمروز کې د کرونا څپې خپرې شوې، ما خپله او نورو ښځو او نارينه وو د زرنج ښار په مرکز کې د ولسوالیو په ګډون په ډېرو لرې پرتو کلیو کې خلکو ته پوهاوی ورکړ؛ څو خلک لومړني او لازم تدابیر په سم ډول ترسره کړي.»  

هغه چې د کرونا د دویمې څپې په اړه اندېښنه وښوده، وویل چې تیار دی له نورو همکارانو سره یو ځل بیا د دغه ولایت تر ټولو لرې کلیو او ولسوالیو ته لاړ شوي او خلکو ته د دغه ویروس د ګواښونو په اړه پوهاوی ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د کرونا ویروس له خپرېدو تر مخه یې هم په رضاکارانه کارونو لکه د طبیعي پېښو پر مهال له ټپیانو سره مرسته، له سېلاب ځپلو سره مرسته او نورو کې هم برخه اخیستې ده.

نوموړی له هغو فعالیتونو چې د ولسوالۍ په کچه یې د خلکو لپاره ترسره کوي ډېر خوښ دی او نور ځوانان هم رضاکارانه فعالیتونو ته هڅوي.

په همدې حال، یوې بلې رضاکارې مریم انوري وویل: «ما چې له ۷۰۰ ډېرو همکارانو سره مې د کوويډ-۱۹ په اړه پوهای ورکړ، ډېر ګټور و، خلکو واقعاً زموږ سپارښتنو ته غوږ نیوه او پر هغو یې عمل کاوه، زه فکر کوم چې موږ رضاکاران باید یو ځل بیا چمتو شو او د کرونا د پېښو له ډېروالي مخکې خلکو ته پوهاوی ورکړو.»

نوموړې هم په نیمروز کې له نورو ځوانانو وغوښتل چې د رضاکارانو له ډلې سره یو ځای شي او خلکو ته پوهاوی ورکړي.

 په نیمروز ولایت کې د سرې میاشتې مسوول محمد هاشم الهام پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نیمروز ولایت او ولسوالیو په کچه، ۷۲۷ رضاکاران د لومړنیو روغتیایي مرستو د وېش او بېړنیو پېښو ته د رسېدنې په برخه کې رضاکارانه فعالیتونه ترسره کوي.

هغه د کرونا ویروس د خپرېدو په لړ کې د رضاکارانو فعالیت وستایل او زیاته یې کړه چې د قرنطین په ناوړه وضعیت کې هغوی لرې کلیو او ولسوالیو ته تلل او خلکو ته يې د توکو د وېش ترځنګ پوهای هم ورکاوه.

نوموړي زیاته کړه چې پوره تیاری لري، څو له رضاکارانو سره یو ځل بیا د خلکو لپاره د کوويډ-۱۹ په اړه پوهاوی ورکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا