جلال اباد (پژواک، ١١ لړم ٩٩): ځايي چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د داعش مالي او مطبوعاتي مسوولينو په ګډون ددې ډلې څلور غړي نيول شوي دي.

د ننګرهار ولايت مقام له خوا د لړم په ١١مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت د ځانګړې قطعې ځواکونو د جلال اباد ښار اتمې ناحيې اړونده ساحه کې عمليات کړي چې په ترڅ کې يې ياد کسان نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په نيول شويو کسانو کې د داعش وسله والې ډالې مالي او مطبوعاتي مسوولين له دوو نورو غړو سره نيول شوي دي.

د معلوماتو له مخې، ياد کسان په دوو جلا عملياتو کې نيول شوي چې د عملياتو پر مهال چاته زيان نه دی اوښتی.

يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې دا عمليات په جلال اباد ښار او ښېوې ولسواليو کې ترسره شوي چې په پايله کې يې د داعش ډلې مالي مسوول منیب مشهور په فضلي او مطبوعاتي مسوول قاري اسرائیل نيول شوي دي.

داعش ډلې تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.