ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رحمت الله قريشي د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وټاکل شو

رحمت الله قريشي د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وټاکل شو

author avatar
2 Nov 2020 - 18:15
رحمت الله قريشي د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وټاکل شو
author avatar
2 Nov 2020 - 18:15

کابل (پژواک، ١٢ لړم ٩٩) : د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې رحمت الله قريشي د يوې رڼې پروسې له مخې، د دې ادارې د نوي اجرائيوي رييس په توګه ټاکل شوى دى.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې قريشي نن د سرپرست اجراییه رییس نظیم جار عبدالرحیمزي له لوري د کرکټ بورډ ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

هغه زياته کړه، چې نوي ګومارل شوي اجراییه رییس قریشي هم له کرکټ بورډ سره د یوځای کېدو له امله خوښي وښوده او په وینا یې، لومړیتوب به یې د ادارې پرمختګ او لاسته راوړنې وي.

قریشي وايي: ((زموږ یواځينۍ موخه افغان کرکټ ته لا ډېره پیاوړتیا او هېوادوالو ته خوښي ورکول دي، ځکه کرکټ په هېواد کې یواځينۍ هغه لوبه ده چې د خلکو ورته سترګې دي او انشاءالله د غوره پالیسیو او اهدافو په پایله کې به کرکټ یو ځل بیا د مینې او خوښۍ پر لوبې بدلوو.))

قریشي د عامه ادارې او عمومي مدیریت په برخو کې دوه ماسټرۍ لري چې سربېره پر دې یې په امریکا او اروپا کې هم په بېلابېلو علمي کورسونو کې ګډون کړی دی.

کرکټ بورډ وايي، چې قریشي همدارنګه په ټولنیز-اقتصادي ډګرونو کې د ځوانانو د پرمختګ لپاره د افغانستان په استازیتوب په بېلابېلو نړیوالو غونډو او ناستو کې ګډون کړی دی.

هوتک وايي چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د اجراییه ریاست لپاره مرکه او پروسه په بشپړ روڼ ډول او د وړتیا له مخې ترسره شوې چې په کې د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي مشر او بورډ غړو سربېره د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.