ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ختيځ زون ديني عالمان: افغان وژنه دې نوره ودرېږي

د ختيځ زون ديني عالمان: افغان وژنه دې نوره ودرېږي

author avatar
5 Nov 2020 - 14:35
د ختيځ زون ديني عالمان: افغان وژنه دې نوره ودرېږي
author avatar
5 Nov 2020 - 14:35

جلال اباد (پژواک ۱۵ لړم ۹۹): د ختيځ زون ديني عالمان وايي چې د بې ګناه انسانانو وژنه د اسلام له نظره ناروا ده او وسله وال طالبان دې نوره جګړه بس کړي.

یاد شاوخوا زر ديني عالمان د لړم په ۱۵مه د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې راټول شوي وو او د سولې له روانو هڅو يې هم ملاتړ څرګند کړ.

په دې غونډه کې د ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو پر نارينه ديني عالمانو سربېره يو شمېر ښځينه ديني عالمانې او د مدرسو زده کوونکې هم راغلي وو.

د غونډې ګډونوالو دغه راز پر ديني او زده کړه ييزو مرکزونو بريدونه هم وغندل او دا يې د جهل او ناپوهۍ د طرفدارانو کار ياد کړ.

ديني عالم ضياءالرحمن الله يار وويل، دا غونډه د ختيځ زون د علماوو د يووالي، د جګړې د بندېدو د غوښتنې او سولې په ملاتړ جوړه شوې ده.

هغه زياته کړه: ((په ديني مدرسو او تعليمي مرکزونو بريدونه يوازې هغه خلک کوي چې اجرتي قاتلان وي او شکلونه يې د انسانانو وي خو نور له وحشي ځناورو بدتر دي. دا اسلام ضد کړنه ده چې هر څوک يې ترسره کوي، مسلمانان نه دي.))

د کونړ ولايتي ديني عالم مولوي سيد ولي الله حنيف وويل، دوی ځکه دې غونډې ته راغلي چې د مدرسو او تعليمي ادارو باندې بريدونه وغندي او بل له حکومت غوښتنه لري چې ديني مدرسو ته پاملرنه زياته کړي.

د لغمان ولايت ديني عالم مولوي صیب باهر بيا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې سوله وکړي او له جګړو لاس پر سر شي؛ ځکه په خبره يې د جګړو دوام يوازې هيواد په کنډوالو بدلولی شي نه يې پرمختګ ته پرېږدي، نه خپلواکۍ ته او نه يې هم هوساينې ته پرېږدي.

غونډې ته يو شمېر ښځينه ديني عالمانې او د مدرسو شاګردانې هم راغلې وې چې د جګړې د بندښت او سولې د راتګ غوښتنه يې کوله.

فخريه په ننګرهار کې د براق په نوم د نجونو د يوې مدرسې مديره او ديني عالمه ده. هغې وويل، نن په دې خاطر دې غونډې ته راغلې چې نور له جګړو او افغان وژنې ستړې شوې او سولې ته هيله منده ده.

دې وويل: ((د جګړو دوام د دې سبب شوی چې خلک په خپلو اولادونو تعليم نه کوي، هېڅوک زړه نه ښه کوي چې مدرسې ته خپله لور خور ولېږي، هېڅ ځای له وژنو او بريدونو خوندي نه دی، که څوک شوق هم ولري چې په اولادونو تعليم وکړي خو نا امني يې دغه چارې ته نه پرېږدي.))

دې ديني عالمانو پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې لومړی يې دايمي اوربند او بيا دې تل پاتې سولې ته لار اواره کړي او دغه راز يې ټينګار دا هم و که قطر کې د افغان حکومت مرکچي پلاوی وسله والو طالبانو ته قناعت نه شي ورکولی نو هغه هييت دې را وغواړي او پر ځای دې يې ديني عالمان ورولېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.