کندهار (پژواک، ۱۷ لړم ۹۹): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر زرنج موټرسایکل د سړک غاړې ماین چاودنه کړې چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې پېښه نن له غرمې مخکې د دې ولسوالۍ په تابین سیمه کې شوې ده.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژنس ته وویل، د ملکي وګړو پر زرنج موټر سایکل هغه مهال چاودنه وشوه چې د انارو د حاصلاتو راټولولو لپاره خپلو باغونو ته روان وو.

دی وايي، له پېښې وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي، ټپیان او مړي یې روغتون ته لېږدولي دي.

احمدي زیاتوي، په ارغنداب کې وسله والو په سلګونو ماینونه ځای پر ځای کړي چې اوسمهال یې د کشفولو او شنډولو چارې روانې دي.

په ارغنداب کې داسې مهال پر ملکي وګړو د سړک غاړې ماین چاودنه کېږي او هغوی ته مرګ ژوبله اړوي چې د چارواکو په وینا، تازه یې دغه ولسوالي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړې ده.

هغوی وايي، اوسمهال امنیتي ځواکونه د ماینونو په کشفولو او شنډولو بوخت دي چې تر دې مهاله يې تر ۵۰۰ ډېر ماینونه شنډ کړای شوي دي.

امنیتي چارواکو تېره ورځ خبر ورکړی و چې د دې ولسوالۍ بې ځایه شوې کورنۍ کولای شي بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي.