ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ٥٠ ميليونه کسانو ته ورسېد

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ٥٠ ميليونه کسانو ته ورسېد

author avatar
8 Nov 2020 - 15:59
په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ٥٠ ميليونه کسانو ته ورسېد
author avatar
8 Nov 2020 - 15:59

کابل (پژواک، ١٨ لړم ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د ناروغانو شمېر ٥٠ ميليونو کسانو ته رسېدلی چې يواځې ١٠ ميليونه يې په امريکا کې دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا يوولس مياشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځېنو هېوادونو کې يې دويمه څپه پيل شوې ده.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن مازديګر پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ٥٠ میلیونه کسانو ته رسېدلى دى.

دغې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ٣٥ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي او يو ميليون، ٢٥٧ زره کسان مړه شوي دي.

له امريکا وروسته په هندوستان کې اته نيم ميليونه او په برازيل کې پنځه نيم ميليونه کسان پر کرونا اخته شوي دي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې ٢٤٣ زره،  په هندوستان کې ١٢٦ او په برازيل کې ١٦٢ زره کسان له کرونا مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه ٤٢زره زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٥٦٢ کسان مړه او شاوخوا ٣٥زره کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.