کابل (پژواک): د الجزیرې خبري شبکې د یوه تحلیلي راپور له مخې، د متحده ایالتونو د نفتو او ګازو ۵۱ لویو شرکتونو له ایران سره د امریکا د جګړې پر مهال له ۱۳۰ میلیارد ډالرو ډېره ګټه کړې، خو په همدې موده کې امریکایي مصرفوونکو بیا د پټرولو او ډیزلو لپاره شاوخوا ۱۵۰ میلیارد ډالره اضافي لګښت کړی دی.
الجزیرې د نیویارک ټایمز د ارزونې له مخې راپور ورکړی چې د امریکا دغو شرکتونو د روان کال له اپرېل څخه تر سپټمبر پورې له ۱۳۰ میلیارد ډالرو ډېره ګټه کړې، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال په همدې موده کې یې ګډه ګټه له ۴۷ میلیارد ډالرو کمه وه.
د راپور له مخې، د براون پوهنتون د اقلیمي حللارو لابراتوار د څېړنې پر بنسټ، امریکایي وګړو د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران جګړې له پیل راهیسې د پټرولو او ډیزلو لپاره ۱۵۰ میلیارد ډالر اضافي لګښت کړی چې د هرې کورنۍ لپاره په منځنۍ کچه له ۱۱۵۰ ډالرو ډېرېږي.
د راپور په حواله، د منځني ختیځ او روسیې د نفتو تصفیهخونو ته د زیانونو او د هرمز تنګي له لارې د انرژۍ په لېږد کې د ګډوډیو رامنځته کېدو له امله د نړۍ په بازارونو کې د سونتوکو عرضه کمه شوې او د امریکا د نفتو او تصفیهخونو د ګټې کچه لوړه شوې ده.
د ایټالیا د نړۍوالو سیاسي مطالعاتو د انسټیټیوټ څېړونکي ناصر التمیمي ویلي چې د نفتو د بیو لوړېدو د خامو نفتو تولیدوونکو ګټه زیاته کړې او د ډیزلو او نورو سونتوکو د عرضې د کمښت له امله تصفیهخونو هم ډېرې ګټې کړې دي.
د راپور له مخې، د امریکا د والرو انرژۍ شرکت د روان کال په درېیمه ربعه کې تر شپږ برابره ډېره ګټه کړې او ۶،۸۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده. همدارنګه، د فیلیپس ۶۶ شرکت خالصه ګټه له ۱۳۳ میلیون ډالرو څخه ۵،۶۲ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.
د انرژۍ برخې کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د جګړې او سیمهییزې ناامنۍ دوام به د انرژۍ په بازارونو کې د بیو بېثباتي دوامداره کړي او د تېلو لوړې بیې ښايي د اقتصادي ودې د کمېدو او ان د رکود لامل شي.
د راپور په پای کې ویل شوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د یوې دوامدارې سیاسي هوکړې نشتوالی، د هرمز تنګي او د بابالمندب تنګي په څېر مهمو سمندري لارو کې ناامني او د انرژۍ د زېربناوو زیانمنېدل د نړۍ د سونتوکو پر عرضې او بیو فشار د دوام لامل شوي دي










