کابل (پژواک) – د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوړپوړي چارواکي وایي، د دغه هېواد د توغندیز توان د پراختیا او د دفاعي تګلارې د بدلون په لړ کې به د احتمالي بریدونو پر وړاندې ځواب یوازې په پخوانیو جغرافیایي حدودو پورې محدود نه وي.
د ایرنا خبري اژانس د یوه تحلیلي راپور له مخې، د ایران د وسلهوالو ځواکونو اعلی سرقوماندان آیتالله سید مجتبی خامنهیي له پوځي قوماندانانو غوښتي چې د هر ډول ګواښ پر وړاندې د سمدستي، اغېزمن او له جغرافیایي محدودیت پرته ځواب ورکولو ته چمتو واوسي.
په راپور کې ویل شوي چې د ایران دغه دریځ په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ایران پر ضد د جګړې د بیا پیل احتمال یاد کړی دی.
ایرنا لیکلي چې ایران له کلونو راهیسې د خپلو بالستیک توغندیو واټن ۲۰۰۰ کیلومتره اعلان کړی، خو وروستۍ څرګندونې او پوځي پرمختګونه ښيي چې دغه هېواد د خپل توغندیز توان د پراختیا په اړه نوې محاسبې لري.
د ایران د پوځ ویاند امیرمحمد اکرمينیا ویلي چې راتلونکې جګړه به پراخه جغرافیه ولري او دښمن باید داسې فکر ونه کړي چې د ایران ځواب به یوازې د تېرو جګړو تر جغرافیایي حدودو محدود وي.
نوموړي د توغندیو د واټن زیاتول د ایران د دفاعي اړتیاوو یوه برخه بللې ده.
په راپور کې د هند په سمندر کې د امریکا او بریتانیا ګډې پوځي اډې «ډیاګو ګارسیا» ته د ایراني توغندیو د توغولو راپورونو ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې دغه اډه د ایران له نږدې خاورې شاوخوا ۳۸۰۰ کیلومتره واټن لري.
ایرنا د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي محسن رضایي له قوله هم لیکلي چې د بیاځلي جګړې په صورت کې د دغه هېواد د اټومي تګلارې د بدلون موضوع مطرح شوې، خو تر اوسه په دې اړه کومه نوې رسمي پرېکړه نه ده شوې.
د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي هم ویلي چې د دغه هېواد د رهبر د لارښوونې له مخې د جګړې جغرافیایي محدودیتونه لرې شوي او که دښمن بیا برید وکړي، ایران به خپل نوي ظرفیتونه او اهداف څرګند کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او اسرائیلو له لوري پر ایران د احتمالي بیاځلي بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، امریکایي چارواکو ځینو سیمهییزو متحدانو ته د امریکا د منځمهاله ټاکنو وروسته د ایران پر ضد د احتمالي بریدونو په اړه خبرداری ورکړی، خو د امریکا ولسمشر په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان کړې.










