منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۶ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ایرانی پلاوی له قطري چارواکو سره تر خبرو وروسته له دوحې تللی

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – یوه باخبره سرچینه وایي، د ایران مذاکره‌کوونکو له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو په موخه له قطري منځګړو سره تر خبرو وروسته دوحه پرېیښې او له امریکا سره د هوکړې د وړاندیز یوه مسوده تر ارزونې لاندې ده.

رویټرز نن (دوشنبه) راپور ورکړی چې ایراني مذاکره‌کوونکي پرون (یکشنبه) له دوحې وتلي خو دغه اقدام د خبرو اترو په بهیر کې د کومې ستونزې له رامنځته کېدو سره تړاو نه لري.

د راپور له مخې، یادې سرچینې ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د یوې بلې غونډې جوړېدو احتمال شته، خو د هوکړې د وړاندیز د مسودې په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن په یوه خبري غونډه کې قطر ته د ایراني پلاوي سفر تایید کړی دی.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي ویلي چې د دغه پلاوي مشري د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌ابادي کوله او دغه سفر د منځګړي او تهران ترمنځ د اړیکو د اسانتیا په موخه ترسره شوی دی.

بقایي زیاته کړې: «څرنګه چې قطر د ایران او امریکا ترمنځ د پیغامونو په تبادله کې اسانتیاوې برابروي، ښاغلی غریب‌ابادي هم په همدې موخه په دوحه کې و او خبرې اترې لا هم روانې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې الجزیرې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سیدعباس عراقچي له قوله راپور ورکړی و چې د احتمالي هوکړې له مخې، د هرمز تنګی ښايي د اوو ورځو پر ځای په دوو ورځو کې بېرته پرانیستل شي.

رویټرز لیکلي چې د ایران لومړنی وړاندیز د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ رد کړی و.

دغه ډیپلوماټیکې هڅې په داسې حال کې روانې دي چې د امریکا د سې‌شنبې ورځې له منځمهاله ټاکنو وروسته د جګړې د بیا شدت موندلو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.