منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۶ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

اردوغان سوېلي کوریا ته په سفر تللی

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) – د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن (دوشنبه) د سوېلي کوریا د ولسمشر لي جې میونګ په بلنه د دغه هېواد پلازمېنې سیول ته ورسېد.

د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، د سوېلي کوریا د سوداګرۍ وزیر پارک جونګ سونګ سیول ښار ته څېرمه په سونګنام هوايي ډګر کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه د مېرمنې امینې اردوغان هرکلی وکړ.

په راپور کې راغلي چې په دغه سفر کې د ترکیې د بهرنیو چارو، انرژۍ او طبیعي سرچینو، ملي دفاع، صنعت او ټکنالوژۍ وزیران او د دغه هېواد یو شمېر نور چارواکي هم د اردوغان ملتیا کوي.

ټاکل شوې چې اردوغان سبا (سې‌شنبه) د دغه سفر په ترڅ کې د سوېلي کوریا له ولسمشر لي جې میونګ سره رسمي لیدنه وکړي.

دغه سفر به د نومبر تر څلورمې نېټې دوام وکړي.

ټاکل شوې په دې لیدنه کې د ترکیې او سوېلي کوریا ترمنځ د ستراتیژیکې ملګرتیا پر ټولو اړخونو او همدارنګه د سیمې او نړۍ پر روانو موضوعاتو خبرې وشي.

همدارنګه، دواړه لوري به د خپلو دوه‌اړخیزو اړیکو د حقوقي چوکاټ د پیاوړتیا په موخه څو هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک کړي.