منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۹ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

اسرائیلي ځواکونو په لوېدیځه غاړه کې د الجزیرې یو خبریال نیولی

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) – الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې اسرائیلي ځواکونو د دغې شبکې خبریال منتصر نصار د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په سیمه کې نیولی دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي ځواکونو نن (سې‌شنبه) سهار وختي د لوېدیځې غاړې الخلیل ښار ته نږدې په دورا سیمه کې د منتصر نصار پر کور چاپه وهلې او هغه یې نیولی دی.

الجزیرې زیاته کړې چې تر اوسه د دغه خبریال د نیول کېدو د لامل او اوسني وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

دغې خبري شبکې ویلي چې د نورو معلوماتو له ترلاسه کولو سره سم به په دې اړه تازه جزئیات خپاره کړي.