کابل (پژواک) – د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو وېټکاف اعلان کړی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې هوکړې ته د رسېدو په موخه به د نومبر په لسمه او یوولسمه په ابوظبۍ کې د امریکا، روسیې او اوکراین د استازو ترمنځ درې اړخیزې خبرې ترسره شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، سټیو وېټکاف تېره ورځ (دوشنبه) ویلي چې دغه خبرې به د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو، له جګړې وروسته د امنیتي هوکړو د ارزونې او د تاوتریخوالي د کمولو په موخه ترسره شي.
په راپور کې راغلي چې امریکایي مذاکرهکوونکي هڅه کوي د ژمي له رارسېدو مخکې د روسیې او اوکراین ترمنځ د هوکړې په برخه کې پرمختګ وشي.
وېټکاف زیاته کړې چې د ابوظبۍ په ناسته کې به «له جګړې وروسته امنیتي هوکړې، د تاوتریخوالي کمول، بشري اقدامات او د جګړې پای ته رسول» د بحث مهم موضوعات وي.
په همدې حال کې، یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي رویټرز ته ویلي چې تمه ده د امریکا لوړپوړي مذاکرهکوونکي سټیو وېټکاف او جرد کوشنر په دې ناسته کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي.
دغه امریکایي چارواکي همداراز څرګنده کړې چې د امریکا مذاکرهکوونکي به د روانې اوونۍ په ترڅ کې په بروکسل کې د فرانسې، جرمني، بریتانیا، اروپایي ټولنې او ناټو له استازو سره د کاري کچې لیدنې وکړي.
د یادونې ده چې د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې وروستی پړاو خبرې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې ترسره شوې وې.










