ژبه

د افغانستان په تړاو د جنيوا کنفرانس د ویډیو له لارې ترسره کېږي

کابل (پژواک، ٢١ لړم ٩٩): د افغانستان په تړاو د جنيوا مرستندوی کنفرانس  د کرونا وبا له امله د ويډيو له لارې ترسره کېږي.

ټاکل شوې ده چې دغه کنفرانس ١٢ ورځې وروسته د نومبر په ٢٣مه، د فنلينډ هېواد په کوربه توب د سويس په جنيوا ښار کې د ملګرو ملتونو په همکارۍ ترسره شي.

د فنلينډ د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  د افغانستان په تړاو دغه دوه ورځنى کنفرانس د دوشنبې په ورځ د نومبر په ٢٣مه (د لېندۍ  ٣مه) پيل او د نومبر په ٢٤مه  (لېندۍ ٤مه) پاى ته رسېږي.

سرچينې زياته کړې چې دوى د دغه کنفرانس  د ګډونوالو لپاره بشپړ چمتووالى نيولى و، خو د کرونا د زياتېدو له امله به اوس یاد کنفرانس د ويډيو له لارې جوړ شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې کنفرانس به په ژوندۍ بڼه د ملګرو ملتونو د ويب ټلوېزيون له لارې هم ښودل کېږي.

ټاکل شوې ده چې نړيواله ټولنه په دغه کنفرانس کې د راتلونکو څو کلونو لپاره له افغانستان سره د مرستو اعلان وکړي.

د افغانستان ماليې وزارت چې د دغه کنفرانس تخنيکي او مالي چارې پر غاړه لري، وايي چې دغه کنفرانس د افغانستان، فنلينډ او ملګرو ملتونو له خوا په ګډه تنظيم شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې نړيواله ټولنه به د دغه کنفرانس پر مهال له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د مالي مرستو ژمنې وکړي.

د ماليې وزارت ويلي چې په دغه کنفرانس کې به د ٧٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي ګډون ولري.

login or register a new account.