جلال اباد (پژواک،۲۱ لړم ۹۹): د ملي امنيت ادارې له لوري د ننګرهار مختلفو ولسواليو کې تېره اوونۍ د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۰ کسان نيول شوي دي.
په دغو کسانو کې د طالب او داعش وسله والو سربېره انسان تښتوونکي او نور مجرمين شامل دي.
ياد کسان د لړم په ۲۱مه د ننګرهار ملي امنيت رياست انګړ کې خبريالانو ته وښودل شول او په تړاو يې مسوولينو معلومات هم شريک کړل.
د ياد کنفرانس پر مهال د ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ وويل، چې دغه کسان جلال اباد ښار، چپرهار، خوږياڼو او سره رود ولسواليو کې چې په بېلابېلو تخريبي او تروریستي کړنو کې يې لاس درلود، نيول شوي دي.
هغې زياته کړه، په نیول شویو کسانو کې څوارلس د وسله والو طالبانو او دوه د داعش غړي، دوه انسان تښتوونکي او دوه تنه نورشامل دي چې د يوې اوونۍ په ترڅ کې نيول شوي.
نوموړې وويل، چې له دې کسانو سره درې کړۍ خودساخته ماينونه، دوه ميله کلاشينکوفونه او درې ميله تومانچې له مرميو او پرتلو سره هم نيول شوي دي.
د ولايت مرستیالې همدا راز وويل چې له دې شل کسانو څخه يې اته تنه د لزوم ديد له مخې محبس ته لېږدول شوي او پاتې دوولس تنه به هم عدلي او قضايي ارګانونو ته د قانوني اجرااتو په موخه وسپارل شي.
حبيبې کاکړ وويل، نيول شويو کسانو په خپلو لومړيو پلټنو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی او د لا نورو پلټنو لپاره ترې ملي امنيت کې پلټنې روانې دي.
داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.