جلال اباد (پژواک، ۲۱ لړم ۹۹): په ننګرهار کې د يوې پوځي چورلکې لوېدو له امله ۴ څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د هېواد د هوایي ځواک یوې MI-17 چورلکې تېره شپه ۱۲:۰۰ بجې د الوتنې پر مهال د تخنیکي ستونزې له امله سقوط وکړ.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې د الوتنې یوه عمله او یو پولیس مړه شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
خو يوې بلې امنيتي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې شپږ سرتېري ټپيان شوي دي.
دفاع وزارت هم پژواک ته په يوې رالېږلې خبرپاڼه کې تاييد کړې چې د ننګرهار په حصارک کې يوې چورلکې سقوط کړی، دوه سرتېري په کې مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.
په حصارک کې له تېرو څو ورځو راهسې شديدې جګړې روانې دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ملي دفاع وزارت ځینې پوځي چورلکې د جګړو پر مهال غورځېدلې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن