جلال اباد (پژواک، ۲۲ لړم ۹۹): د ننګرهار حصارک ولسوالۍ چې له کلونو راهيسې نا امنه ده، له تېرو درېيو ورځو راهيسې يې امنیتي وضعيت لا خراب شوی او سلګونه وسله والو محاصره کړې ده.
که څه هم د دې ولسوالۍ د سقوط خبرونه خپاره شول، خو ځايي خلک او امنيتي سرچينې وايي چې ولسوالۍ لا هم د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده او تازه دمي سرتېري هم د مرستې لپاره ور رسېدلي دي.
د ننګرهار ولايتي شورا هم وايي، که تازه دمي سرتېري دغې ولسوالۍ ته نه وای رسېدلي نو ولسوالۍ سقوط کېده.
د ننګرهار د والي مرستياله حبيبه کاکړ وايي، سلګونه وسله والو چې د حصارک د سقوط پلان يې درلود، پر دغې ولسوالۍ له څو اړخونو ډله ييز بريد وکړ چې د ځايي امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي دي.
مېرمن کاکړ پژواک ته وويل، د جګړې د کابو کولو لپاره تازه دمي سرتېري دغې ولسوالۍ ته لېږل شوي او وسله والو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
هغې په دې جګړه کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کره شمېر نه درلود خو وايي، د وسله والو مرګ ژوبله څو چنده ډېره ده.
دغې ولسوالۍ ته د تازه دمو سرتېرو له لېږد وروسته دوو چورلکو بېرته د پورته کېدو پر وخت خپلو کې ټکر هم کړی او سقوط شوې دي.
د ولايت مرستيالې که څه هم په دې پېښه کې د لسو سرتېرو د ټپي کېدو خبره وکړه خو دفاع وزارت ويلي چې په پېښه کې دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو په يوې بيانيه کې ادعا کړې چې دغه چورلکې دوی غورځولې او يو شمېر امنيتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
له بلې خوا ځايي خلک وايي، په تېرو درېيو ورځو طالبانو يو شمېر پوستې نيولې او امنيتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د حصارک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې طالبانو له دوو ورځو راهیسې د حصارک پر ولسوالۍ او شاوخوا پوستو ډلهییز بریدونه کړي چې تر ننه دغه ولسوالۍ د محاصرې په حال کې ده؛ خو تر اوسه ورته تازه دمي سرتېري نه دي استول شوي.
ولسي وګړي وايي، که په دې ولسوالۍ کې د طالبانو خلاف عملیات ونه شي، نو حکومتي او ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ به ګڼ شمېر خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته هم اړ شي.
د ننګرهار ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر هم اندېښنه لري چې د حصارک ولسوالۍ وضعيت لا هم ښه نه دی او بايد ځانګړي عمليات په کې ترسره شي.
هغه زياته کړه: ((په نښتو کې يو پوليس وژل شوی، دوه محلي پوليس يې ژوندي وړي، دوه نور ټپيان شوي او څلور پوستې سقوط شوې، پرون شپه که تازه دمي سرتېري نه وای رسېدلي نو ولسوالۍ سقوط سره مخ وه، اوس هم وضعيت ښه نه دی.))
د يادونې ده، حصارک د ننګرهار له ناامنو ولسوالیو ګڼل کېږي چې وخت ناوخت ترې د جګړې او بریدونو راپورونه ورکول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










