ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د وريجو حاصلات پنځه سلنه ډېر شوي

لغمان کې د وريجو حاصلات پنځه سلنه ډېر شوي

author avatar
13 Nov 2020 - 12:35
لغمان کې د وريجو حاصلات پنځه سلنه ډېر شوي
author avatar
13 Nov 2020 - 12:35

مهترلام (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): د لغمان د کرنې رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې سږ کال د تېر کال په پرتله د وريجو د حاصلاتو کچه پنځه سلنه لوړه شوې ده.

د لغمان د کرنې او اوبو لګولو ریيس انجینر محمد جمیل خوشحال پژواک ته وویل چې دوی له یوولس زره هکتاره کرنیزې ځمکې ٤٥ ټنه وریجې ترلاسه کړې دي.

د خوشحال په وینا، د تېر کال پرتله سږ کال د لغمان د وریجو په حاصلاتو کې پنځه سلنه زیاتوالی راغلی دى.

ده زياته کړه: ((سږ کال موسمي بارانونه نه وو، ږلۍ هم نه ده شوې او موږ کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه هم ورکړي وو، نو ځکه د وريجو د حاصلاتو کچه هم لوړه شوې ده.))

هغه دا هم وويل چې د دغه ولايت په اته نيم زره هکتاره ځمکه کې سبزيجات کرل شوي چې د ګاونډيو ولايتونو ترڅنګ پلازمېنې کابل ته هم استول کيږي.

دغه راز د مرکز مهترلام د میا کلا يوه کروندګر محمد اسحق پژواک ته وویل چې د تېر کال په پرتله یې د شولو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دى.

هغه وايي: ((هم مو اصلاح شوي تخمونه کرلي وو او هم موږ د کرنې رياست د کارکوونکو مشورو ته پام کړى دى.))

د لغمان د وريجو د پروسس مسوول سيداغا عرب پژواک ته وويل چې په تېر کال دوى سلګونو کروندګرو ته هندي، لاهوري، کندوزي او د تخاري وريجو اصلاح شوي تخمونه ورکړي دي.

ده وويل چې هر کروندګر ته د جريب پر سر دوه نيم منه اصلاح شوي تخمونه ورکول شوي چې اوس يې له هر جريب څخه شاخوا ١٦٠ منه شوله ترلاسه کړې ده.

د يادونې ده، تر کندوز او بغلان وروسته د لغمان وريجي په هېواد کې مشهورې دي او خلک ترې استفاده کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.