منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۹ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

​ننګرهار کې یو ډاکتر تښتول شوی

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۵ لړم ۹۹): د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ د مرکزي روغتون يو ډاکتر د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوى دی.

ويل کېږي چې نوموړی له تېرو څلور ورځو راهيسې نادرکه شوی دی.

د خوږياڼو ولسوال شمس الحق دلړم په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل، ډاکتر منهاح الدين باتور له روغتونه کور ته پر لاره نادرکه شوى او وروسته يې له کورنۍ د پيسو غوښتنه شوې ده.

په همدې حال کې د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته د ياد ډاکتر نادرکه کېدل تاييد کړل او زياته يې کړه چې له تېرې چهار شنبې ورځې چې له ولسوالۍ جلال اباد ښار ته پر لاره و، نادرکه دی.

د ډاکټر باتور د کورنۍ يوه غړي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل، نوموړی په جلال اباد ښار کې اوسېده او دنده يې د خوږياڼو ولسوالۍ په روغتون کې وه، اوس يې تښتوونکو د خلاصون په بدل کې د پيسو غوښتنه کړې ده.

د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي چې د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري د ځای پر ځای شوي ماين چاودنه کې دوه وروڼه وژل شوي دي.

د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل، د دغه ولايت خوږياڼو ولسوالۍ د زاوې ابراهيم خېلو سيمه کې د ماين چاودنې دوه وروڼه وژلي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ابراهيم څلرويشت کلن او ورور يې بختيار پنځلس کلن و چې په دې پېښه کې يې ژوند له لاسه ورکړی دی.

بلخوا په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې وژل شوي دواړه کسان وسله وال طالبان وو چې د ماين خښولو پر مهال پرې خپل ماين چاودنه کړې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه