ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​مسوولين: سږ پکتیا کې د جلغوزو حاصلات د تېر کال په پرتله زر ټنه ډېر شوي

​مسوولين: سږ پکتیا کې د جلغوزو حاصلات د تېر کال په پرتله زر ټنه ډېر شوي

author avatar
16 Nov 2020 - 15:42
​مسوولين: سږ پکتیا کې د جلغوزو حاصلات د تېر کال په پرتله زر ټنه ډېر شوي
author avatar
16 Nov 2020 - 15:42

ګردېز (پژواک، ٢٦ لړم ۹۹): د پکتيا د کرنې رياست مسوولين وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې جلغوزو څه باندې ١٣زره مټريک ټنه حاصل ورکړی چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زياتوالى ښيي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا اوسېدونکي او د جلغوزو يوه سوداګر بهادر منګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جلغوزو د حاصلاتو زياتوالي لپاره بايد د عصري کرنې له مېتودونو سره سم ګامونه واخيستل شي.

منګل وويل چې د ګڼو خلکو ژوند د جلغوزو په حاصلاتو او له دې لارې په ترلاسه کېدونکو عوايدو پورې تړلی او په کار ده چې د نوو نيالګيو کېنولو او پاللو له لارې دا کچه لا زياته شي.

نوموړي زياته کړه: ((کېدای شي چې زموږ په غرونو کې د جلغوزو حاصلات د دې څو چنده شي، خو توجه ته ضرورت لري. که نيالګي اول وختونو کې وپالل شي، وروسته خپل ځان نيسي.))

د جلغوزو يو بل کاروباري طاهرګل ځدراڼ وايي، که څه هم اوسمهال ګاونډي هېواد پاکستان ته د جلغوزو د قاچاق مخه تر ډېره نيول شوې، خو بيا هم يوه اندازه جلغوزي دغه هېواد ته په قاچاقي ډول وړل کېږي او پاکستان يې بيا په خپل نوم نورو هېوادونو ته صادروي.

نوموړي د جلغوزو د بيې له ټيټېدو شکايت کوي او وايي: ((دلته پوخ من؛ يعنې پنځوس کيلو مخکې په يونيم لک افغانۍ و، خو اوس شاوخوا ۹۰زره افغانۍ ته راټيټ شوی، په يو من کې شاوخوا شپېته زره افغانۍ خورا ډېرې پيسې دي.))

خو د ګردېز اوسېدونکی اجمل مسعودزی بيا وايي چې د جلغوزو بيه ډېره لوړه ده او ډېری افغانان يې د پېرلو توان نه لري.

مسعودزي پژواک ته وويل: ((بيه يې ټيټه نه، بلکې اوس هم زياته ده. زموږ سترګې پسې ووتې خوړلای يې نه شو، دوی خارج ته د وړلو او بيې لا زياتېدو په غم کې دي. له دې يې بايد قيمت پورته نه شي.))

بل لور ته د پکتیا ولايت د کرنې، مالداري او اوبو لګولو ریاست مسوولین هم سږ کال د جلغوزو حاصلات کچه ښه بولي.

د دغه رياست مشر محمدالدين مومند پژواک ته وويل چې د افغانستان جلغوزي خورا ښه کيفيت او زيات پېرېدونکي لري او په کار ده چې پر بازارموندنه يې زيات تمرکز وشي.

نوموړي زياته کړه: ((خوشبختانه سږ کال د جلغوزو حاصلات زيات شوي، تېر کال موږ د جلغوزو شاوخوا ۱۲زره مټريک ټنه حاصلات درلودل او سږ کال موږ پکتيا کې ۱۳زره او ۲۰۰ ټنه حاصلات لرو.))

شاخوا دوه نيم کاله وړاندې ولسمشر غني په ګردېز کې ژمنه کړې وه چې پکتيا به پر اقتصادي زون بدلوي او په دغه ولايت کې به د جلغوزو د پروسـس پر مرکز سربېره ځيني نور اقتصادي فعاليتونه هم رامنځته کوي خو تر دې دمه په دې اړه هېڅ عملي اقدام نه دی شوی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.