ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا دويمه څپه؛ د ودونو تالارونه د لېندۍ میاشتې تر وروستیو تړل کېږي

د کرونا دويمه څپه؛ د ودونو تالارونه د لېندۍ میاشتې تر وروستیو تړل کېږي

author avatar
18 Nov 2020 - 15:14
د کرونا دويمه څپه؛ د ودونو تالارونه د لېندۍ میاشتې تر وروستیو تړل کېږي
author avatar
18 Nov 2020 - 15:14

کابل (پژواک، ٢٨ لړم ۹۹): د عامې روغتیا وزارت وایي، د کابینې د پرېکړې له مخې، د کرونا ویروس د دويمې څپې خپرېدو د مخنیوي په موخه د ودونو تالارونه چې د ویروس د خپرېدو مهم عوامل دي، د لېندۍ میاشتې تر پایه وتړل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر کال د سلواغې له میاشتې تر اوسه (د لړم تر ۲۷مې) په افغانستان کې د کرونا ویروس ۴۳۹۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې ۱۶۴۵ کسان مړه شوي او ۳۵۲۹۵  کسان ترې بېرته رغېدلي دي.

په ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت د وږي په میاشت کې د یوې سروې له مخې اعلان وکړ چې ممکن په افغانستان کې لس میلیون کسان پر کرونا ویروس اخته شوي وي، خو وزارت تر هغه مهاله د کرونا ویروس ثبت شوې پېښې د هېواد په روغتونو کې ۳۸زره اعلان کړې وې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر محمد جواد عثماني نن (د لړم ٢٨مه) په یوه خبري ناسته کې وویل، د هغو پېښو له مخې چې د هېواد په لابراتوارونو کې ثبت شوې، ښیې چې په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

هغه په هېواد کې د کرونا ویروس د دويمې څپې د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا وزارت له خوا د ترسره شوو اقداماتو په اړه ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ، هغه پلان چې د اړوندو بنسټونو په همکارۍ د کرونا ویروس د دويمې څپې مخنیوي لپاره رامنځته شوی، اوسهمال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پلي کېدو په حال کې دی.

ده همدارنګه وویل چې بېړنۍ کمېټې بیاځلې فعالې شوې دي او د کرونا ویروس دويمې څپې راتګ پر وړاندې مبارزه کوي.

ډاکټر عثماني زياته کړه: «د کابینې د پرېکړې له مخې، د دغه ویروس د دويمې څپې خپرېدو د مخنیوي په پار د ودونو هوټلونه چې په هېواد کې د ویروس خپرېدو مهم عوامل دي د لېندۍ/ قوس میاشتې تر پایه به وتړل شي.»

د عامې روغتیا نوماند وزیر له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د ویروس پر وړاندې د ساتنې لپاره ټولې روغتیایي سپارښتنې/ لارښوونې تعقیب کړي، په ځانګړې توګه د ماسک کارول، پرله پسې ډول د  لاسونو مینځل او د ګڼې ګوڼي ځایونو کې له ګډونه ډډه وکړي.

د عامې روغتیا نوماند وزیر په ګاونډیو هېوادونو کې د کرونا ویروس خپرېدل د اندېښنې وړ وبلل او له هېوادوالو یې وغوښتل څو ایران او پاکستان هېوادونو ته له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.

ډاکتر عثماني همدارنګه زیاته کړه چې د کرونا ویروس پر وړاندې د بدن لوړ مقاومت مهم رول لوبوي چې د ویټامین ډي او ویټامین سي کارول د بدن مقاومت زیاتوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.