غزني ښار (پژواک، ٢٩ لړم ٩٩): د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله ١١ سرتېري وژل شوي او درې يې له ځانه سره بيولي دي.
په ده يک ولسوالۍ کې يوې حکومتي باوري سرچينې د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د تاسن په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې ١١ پوليس او د ملي امنيت سرتېري وژل شوي او درې يې طالبانو له ځانه سره بيولي دي.
خو د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت پژواک ته وويل چې د ده يک ولسوالۍ د تېرې شپې په بريد کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور يې ټپيان شوي دي.
سيرت زياتوي چې په دغه جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن