ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د بيارغونې يوشمېر پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

ننګرهار کې د بيارغونې يوشمېر پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

author avatar
19 Nov 2020 - 11:58
ننګرهار کې د بيارغونې يوشمېر پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
author avatar
19 Nov 2020 - 11:58

جلال اباد (پژواک، ٢٩ لړم ٩٩) : د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار او کامې ولسوالۍ کې کې د نږدې پنځلس میلیونه افغانیو په لګښت بېلا بېلې رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .

د ننګرهار ولایت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د جلال اباد ښاروالۍ په چوکاټ کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري په اوومه ناحيه کې د لس میلیونه او څلور سوه زره افغانیو په لګښت د سړکونو، ویالو،پلچکونو، سلبونو او یو شمېر نورو رغنیزو پروژو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ددې پروژو د پرانيستې پر مهال وویل، د اوومې ناحیې په لومړي ګذر کې یې د حسن بصري شورا په چوکاټ کې د څه باندې پنځه میلیونه او دوه سوه زره افغانیو په مالي لګښت ۸۶۵ متره سړک،۱۰۳۳ متره ویالې،څلور پلچکونه او یو شمېر نور ملحقات د یو نیم کال په موده کې جوړ شوي چې ۱۷۱ کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي .

هغه زیاته کړه، د یادې ناحیې په اووم ګذر کې د شمشاد شورا په چوکاټ کې د څه باندې پنځه میلیونه او دوه سوه زره افغانیو په مالي لګښت ۱۰۶۹ متره سړک، ۸۱۵ متره ویالې،۴۱۰ د ویالو جالۍ، ۴۹۱ سلبونه،درې پلچکونه او یو شمېر نور ملحقات د شاوخوا یو کال په موده کې جوړ کړي چې نږدې دوه نیم سوه کورنۍ ترې ګټه اخلي .

د يو بل خبر له مخې، کامې ولسوالۍ کې د درې ميليونه افغانيو په مالي لګښت يو کانال او استنادي ديوال ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

ولايت مقام وايي، چې دا پروژه د کامې ولسوالۍ د لنډه بوچ سيمه کې د کرنې رياست په هڅو د RRAA او WHH ادارو له لوري د ولسي ونډې په اخيستنې سره بشپړه شوې ده.

د معلوماتو له مخې، کانال ۲۳۰ متره دی، چې دوه برخې لري او استنادي ديوال د ۱۵۵ متره په اوږدوالي جوړ شوی چې ۶۵۰۰ جريبه ځمکې لپاره به ترې ګټه پورته شي.

سرچينې زياته کړې، په دې پروژه کې ۱۸۱۵ کسانو ته لسګونه ورځې د کار زمينه برابره شوې وه.

د يو بل  خبرې له مخې، د ملګرو ملتونو د يونيسف ادارې له خوا د کرونا ناروغۍ د درملنې په موخه د ننګرهار کرونا روغتون سره د اتلس قلمه بېلا بېلو توکو مرسته وشوه .

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نصیر احمد درانی وایي، په ختیځ کې د یونیسف ادارې له لوري ورسره د ماسک، لباس، سورنج، کنولونو، سیروم مکمل سیټونو،د اکسیجن مصرفي سیټونو او یو شمېر نورو چې ټول اتلس قلمه توکي کیږي، د کرونا ناروغۍ د درملنې په موخه مرسته وکړه .

هغه له یادې مرستې څخه مننه وکړه او رسماٌ یې توکي د کرونا تجرید مرکز مشر ډاکټر احسان الله شینواري ته وسپارل او لارښوونه یې وکړه چې په ښه توګه ترې ګټه واخیستل شي .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.