ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه

پکتيا کې پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه

author avatar
19 Nov 2020 - 11:53
پکتيا کې پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه
author avatar
19 Nov 2020 - 11:53

ګردېز (پژواک، ۲۹ لړم ۹۹): پکتيا ولايت کې د ګردېز او ولسواليو ۶۵۲۰ تنه بزګرانو ته د کر لپاره د ۳۲۶ مټريک ټنه اصلاح شويو غنمو د وېش لړۍ پیل شوه.

د پکتيا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس محمدالدين مومند وويل چې دا اصلاح شوي غنم وطني دي او په کرنه او پالنه به ترې ښه حاصلات تر لاسه شي.

مومند د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې په تېر کې په دې پروسه کې زيات فساد شوی و، وويل چې اوس ياده پروسه له انټرنېټ سره د نښتي سافټوير له لارې رڼه شوې او د هر غنم اخيستونکي بزګر نوم، سيمه او نور اړوند مشخصات په کې ثبتيږي.

مومند زياته کړه: ((اوس يې د کرلو وخت شته او که چا اوس ونه کرل، کېدای شي چې د حوت له پنځلسمې وروسته يې هم وکري؛ دا ډېر عالي تخم دی او پر دې باندې زموږ او تاسې د دولت ۱۶.۵ ميليونه افغانۍ مصرف شوی دی.))

بزګران د دې تخمونو په تر لاسه کولو خوښ دي او وايي چې له دې سربېره ځينو نباتي ناروغيو ته د مسوولينو د پاملرنې غوښتنه کوي.

د ګردېز اړوند د شيخانو کلي اوسېدونکی سيد نبي وايي، دا غنم د کر لپاره ډېر ګټور دي او دوی به هڅه وکړي چې زیات حاصل ترې تر لاسه کړي.

نبي وويل: ((موږ ډېر زيات منندوی يو چې موږ ته يې دا اصلاح شوي غنم په ډېره ټيته بيه راکړل؛ موږ ته يې يوه بوجۍ په ۸۸۰ افغانۍ راکړه.))

يو تن بزګر محمدرحيم وايي چې دا غنم د تېر په پرتله ډېرو مستحقو کسانو ته رسيږي، خو په خبره يې بايد تر دې درې يا څلور اوونۍ وړاندې ورکړل شوي وای.

رحيم زیاته کړه: ((يوه مسله دا ده چې تخمونه هر کال ناوخته رارسيږي، که دا په ميزان مياشت کې راغلي وای، ډېره به ښه وه، اوس نه کرل کيږي، مجبور پسرلي ته يې وساتو.))

بزګران له اصلاح شويو تخمونو سربېره د کيمياوي سرې غوښتنه هم کوي.

د احمدابا ولسوالۍ يو تن بزګر علي خان وايي چې له دې سربېره دې بزګرانو ته د ځينو کم پېداکېدونکو بوټو د کر او پالنې روزنه هم ورکړل شي چې په خبره يې په يوناني طبابت يا خوراکونو کې استعماليږي.

خان وويل: ((د بزګرانو ژوند د همدې پټيو په حاصلاتو ولاړ وي، نو که توجه ورته وشي او ځينې کارونه ترسره شي، ډېره ګټه به ورته وکړي. د اوبو سم سيسټم جوړ شي او له غنمو سره د نورو بعضې بوټو په اړه معلومات ورکړل شي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.