ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: ملګري ملتونه دې يو ځل بيا په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړي

ولسمشر غني: ملګري ملتونه دې يو ځل بيا په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړي

author avatar
21 Nov 2020 - 11:24
ولسمشر غني: ملګري ملتونه دې يو ځل بيا په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړي
author avatar
21 Nov 2020 - 11:24

کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩٩): ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو له امنيت شورا غوښتي دي چې یو ځل بیا دې په افغانستان کې د اوربند لپاره خپله غوښتنه تکرار کړي، څو د کرونا ویروس له دویمې څپې سره د اغېزناکې مبارزې لپاره د غوره چمتووالي شرایط برابر شي.

له ارګه د لېندۍ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د افغانستان د سولې پروسې په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا ناسته کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ او وینا یې هم وکړه.

سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې لومړی د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر خبرې وکړې او وې ویل، د دغه فورمول په چوکاټ کې لومړنۍ غونډه د ښځو او سولې پروسې په اړه وه او اوس هم د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې کېږي.

هغه د ملګرو ملتونو امنیت شورا نوو غړو ته د بریالیتوب هیله وکړه، ویې ویل، افغانستان ستاسو په ملاتړ حساب کوي او تاسو هم کولی شئ زموږ پر ملاتړ حساب وکړئ.

حنیف اتمر د یوناما  ماموریت د تمدید او له افغانستانه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ملاتړ قدرداني وکړه.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د دې غونډې له جوړېدو د مننې ترڅنګ وویل، د افغانستان د سولې په اړه نننۍ غونډه د دې ښودنه کوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سولې او ثبات ته د افغانستان د رسېدو لپاره پیاوړې ژمنتیا لري.

هغه زیاته کړه: "نن نړیواله ټولنه هوکړې ته رسېدلې چې موږ یوې سیاسي حل لارې ته د رسېدو لپاره خپل مطلوب هدف ته رسېدلي یو."

ولسمشر د افغانستان د سولې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه لیکونه مهم وبلل، ويې ویل، دغه سازمان د افغانستان د خپلواکۍ، سیاسي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه خپله همېشنۍ ژمنتیا څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې په راتلونکو سیاسي پروسو کې د افغانانو حقوق په خپله د افغانانو له لوري تضمین شي.

هغه  زياته کړه، د جګړې د پاى ته رسېدو، بیا ادغام، سولې او پایداره ثبات، بشري حقونو ته د درناوي او له ټولو مهم دا چې افغانستان بیاد تروریستانو په خوندي پټنځای بدل نه شي، له افغانانو د ملاتړ لپاره ستاسو ژمنتیا مهمه ده.

ولسمشر غني همداراز له خپلواک، متحد او مقتدر افغانستان او د ترورېزم له ګډ ګواښ سره د مبارزې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ یادونه وکړه.

ده زياته کړه: "د افغانستان سولې له پروسې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوامداره ملاتړ کولی شي، موږ د دې وړ وګرځوي چې یوه سیاسي حللاره ومومو."

هغه دې ته په اشارې چې د سولې ټینګښت قيمت لري وویل: "په دوحه کې زموږ مذاکراتي ټېم د سولې مذاکراتو ته ژمن دی."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.