ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لویه لار د ټېلر موټرو پر مخ وتړل شوه

د سالنګ لویه لار د ټېلر موټرو پر مخ وتړل شوه

author avatar
22 Nov 2020 - 14:07
د سالنګ لویه لار د ټېلر موټرو پر مخ وتړل شوه
author avatar
22 Nov 2020 - 14:07

چاریکار (پژواک، ۲ لېندۍ ۹۹): د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولین وايي چې د سالنګ لویه لار د واورې اورېدو او یخک له امله د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې اجرائیو مدیر سميع الله رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې ټېلر موټر دې د سالنګ پر لور له حرکته ډډه وکړي.

هغه زیاته کړه: «د سالنګ لویه لار نن (یکشنبې د لېندۍ دویمه» د سهار نهه بجې د ټېلر موټرو پر مخ تړل شوې ده.،»

د هغه په وینا، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د واورې اورېدو وړاندوینه کړې ده.

یاده سرچینه وایي چې په دې وخت کې به له ټېلري موټرو پرته په وسایلو مجهز نور مسافر وړونکي موټر د سالنګ له لویې لارې تګ راتګ کوي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.