ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د مُرده خانې مسوول د مړو له مينځلو ستړى او سولې ته په تمه دى

غزني کې د مُرده خانې مسوول د مړو له مينځلو ستړى او سولې ته په تمه دى

author avatar
23 Nov 2020 - 15:00
غزني کې د مُرده خانې مسوول د مړو له مينځلو ستړى او سولې ته په تمه دى
author avatar
23 Nov 2020 - 15:00

غزني ښار (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٩): د غزني د ولايتي روغتون د مُرده خانې مسوول چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې د جګړو سلګونو مړو ته غسلونه ورکړي، سولې ته په تمه دى او وايي چې نور هره ورځ د ځوانانو له مړو مينځلو ستړى شوى دى.

راز محمد چې ٤٠ کاله عمر لري، وايي چې کره ورته معلومه نه ده، خو له تېرو څو کلونو راهيسې د غزني ولايتي روغتون د مُرده خانې د مسوول په توګه دنده ترسره کوي.

د هغه رواني حالت هم ډېر سم نه دى او لامل يې هم په مُرده خانه کې کار کول بولي.

له ډېرو هلو ځلو وروسته نوموړى حاضر شو چې له پژواک خبري اژانس سره د خپلې دندې په اړه مرکه وکړي.

راز محمد وايي:”له څو کلونو راهيسې دلته کار کوم، مړو ته په خپل لاس غسل ورکوم، ډېر يې د جګړې له امله مړه وي او زياتره يې ځوانان وي.”

نوموړى وايي، چې په تېر يوه کال کې يې له څلورو سوو ډېرو مړو ته غسل ورکړى، خو زياتوي چې څو مياشتې وړاندې په غزني کې د پرله پسې جګړو له امله په يوه مياشت کې يې بيا ٧٠ مړو ته غسل ورکړى دى.

هغه زياته کړه: ” څو ځايه جنګونه وو، هره ورځ به يې مړه راوړل، په يوه مياشت کې اويا کسانو ته مې غسل ورکړى ډېرى يې ځوانان وو چې په جګړو کې وژل شوي وو.”

راز محمد د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په دغو ځوانانو کې هم د طالبانو هم د اردو او پوليسو او هم د ملکي خلکو مړي شامل وي.

راز محمد د خپلې دندې د ترخې خاطرې په اړه وايي:” زما ژوند هره ورځ تريخ دى، دلته هره ورځ ترخه خاطره ده، داسې مړي راته راوړي چې د چا سر نه وي، د چا سترګه نه وي، د چا ماغزه باد باد وي، نور خلک يې له ليدو وېريږي خو زه غسل ورکوم، پاکوم او په تابوت کې يې ځاى پرځاى کوم.”

هغه د يوې شېبې لپاره غلى شو، شايد د مړو د پرمينځلو صحنه به يې په ذهن کې تېروله، بيا يې وويل: ” که سوله راغله نور په مرده خانه کې کار نه کوم، ښايي هم نوره ډېره اړتيا پېښه نه شي چې ما غوندې کسان په مرده خانو کې کار وکړي، يو نيم کس که په خپل مرګ مري نو بيا هغوى ته يې د کورنۍ غړي هم غسل ورکولاى شي.”

راز محمد وايي، که څه هم چې د مړو له ليدو او غسل ورکولو سره عادي شوى دى، خو زياتوي چې له رواني پلوه ډېر ځپل شوى، ان د کورنۍ له غړو سره هم ډېرى وخت سم چلند نه شي کولاى.

دى زياتوي چې د غزني ښار د اسفندې په سيمه کې ژوند کوي، شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هلته جګړه وه، يوه مرمۍ يې په کور کې دننه پر مېرمنې لګېدلې او وژل شوې ده.

ده وويل: ” د مېرمنې لپاره مې سخت خپه يم، واړه واړه ماشومان مې پاتې دي، نو دا جګړه به تر کله دوام کوي؟!.”

نوموړي له حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه چې د شخصي ګټو پرځاى دې نور خلک نه قرباني کوي، لومړى دې اوربند او بيا دې د دايمي سولې لپاره زمينه برابره کړي.

دى وايي: ” موږ بايد له ګاونډيو هېوادونو وشرمېږو، هغوى له کلونو راهيسې په سوله کې ژوند کوي خو دلته د شخصي ګټو لپاره جګړه روانه ده، دغه جګړه بايد نور ودرول شي. ”

بل لورته غزني کې د سوېل ختيځ زون د سرې مياشتې مسوول سميع الله صديقي پژواک ته وويل چې د نورو جسدونو ترڅنګ يې سږکال يواځې د جګړو له ډګرونو څخه ١٨٠ مړي تر روغتون وروسته د خلکو کورونو ته انتقال کړي دي.

ده وويل چې په دې مړو کې ملکي وګړي، حکومتي سرتېري او وسله وال طالبان شامل وو.

د يادونې ده چې دا يوځې راز محمد نه دى چې د روغتون په مرده خانه کې کار کوي، د افغانستان په ټولو لويو روغتونو کې د مرده خانې څانګې شته او مسوولين يې ورته ټاکلي دي ترڅو په مناسب وخت کې مړو ته غسل ورکړي.

د يوناما د راپور له مخې، د روان زېږديز کال په تېرو نهو مياشتو کې د روانو جګړو له امله په افغانستان کې شاوخوا شپږ زره يواځې ملکي کسان وژل شوي دي.

پژواک د  ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.