ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باميان مرکز کې د دوو چاودنو له امله ۶۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د باميان مرکز کې د دوو چاودنو له امله ۶۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
24 Nov 2020 - 18:27
د باميان مرکز کې د دوو چاودنو له امله ۶۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
24 Nov 2020 - 18:27

بامیان ښار (پژواک، ۴ لیندۍ۹۹): د بامیان ولایت امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي چې ددغه ولايت په مرکز کې د دوو چاودنو له امله ۶۴کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد رضا یوسفي د ليندۍ په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن شاوخوا څلور نیمې بجې د باميان ښار په دوو بېلابېلو چاودنو کې ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۰ ټپیان شوي دي.

دی وايي، یو چاودنه د بامیان ښار د نهم سړک په څلورلارې او بله د نجف ماما هوټل ته مخامخ سیمه کې شوې دي.

د بامیانو ولایت حوزوي روغتون مشر فروغ‌الدین امیري هم دغه خبر تاییدو او وايي چې د ځینو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.

ځايي امنیتي سرچینو تر اوسه د چاودنو ډول په اړه څه نه دي ویلي.

ځینو نورو ځايي سرچینو پژواک ته وویل چې د دغو چاودنو له امله درانه زیانونه اوښتې دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.