ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پروان کې د نشه يي توکو پنځه قاچاق وړونکي نیول شوي

په پروان کې د نشه يي توکو پنځه قاچاق وړونکي نیول شوي

author avatar
26 Nov 2020 - 17:33
په پروان کې د نشه يي توکو پنځه قاچاق وړونکي نیول شوي
author avatar
26 Nov 2020 - 17:33

چاريکار(پژواک،۶ لیندۍ ٩٩): د پروان امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د نشه يي توکو پنځه قاچاق وړونکي له ۱۱ کیلوګرامه نشه يي توکو سره یو ځای نیول شوي دي.

د پروان له امنیې قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د څلورو بریالیو هدفي عملیاتو په ترڅ کې ددغه ولایت په مرکزي سیمو کې د نشه يي توکو له قاچاق او پلور سره په تړاو پنځه کسان نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یادو کسانو د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په قضیو کې لاس درلود او پر روږدو کسانو یې نشه يي مواد وېشل.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له یادو کسانو چې د پروان او بغلان اوسېدونکي دي ۱۱ کیلوګرامه چرس، ۸۹۰ ګرامه هيرویین، ۹ قرصه د k نشه يي تابلیت، او ۶۸ د مکاروف تومانچې مرمۍ او یو لاسي بم نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، یاد تورن کسان له لومړینو څېړنو وروسته له اړوند دوسیو سره یو ځای عدلي او قضايي برخو ته معرفي شوي دي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.