ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د دوو کلينيکونو د جوړولو په نوم ٢٠ ميليونه افغانۍ ايستل شوي خو چارې يې نیمګړی پاتې

پکتيکا کې د دوو کلينيکونو د جوړولو په نوم ٢٠ ميليونه افغانۍ ايستل شوي خو چارې يې نیمګړی پاتې

author avatar
27 Nov 2020 - 15:02
پکتيکا کې د دوو کلينيکونو د جوړولو په نوم ٢٠ ميليونه افغانۍ ايستل شوي خو چارې يې نیمګړی پاتې
author avatar
27 Nov 2020 - 15:02

ښرنه (پژواک، ۷ ليندۍ ٩٩): د پژواک څېړنې ښيي چې په پکتيکا ولايت کې د دوو روغتيايي کلينيکونو چارې ډېرې کمې ترسره شوې دي، خو پيسې يې پوره ايستل شوي او د يوې بشپړې پروژې په توګه يې تسليمي هم اخيستل شوې ده.

په دغو روغتيايي مرکزونو کې د پکتيکا ولايت د نکې او وړممۍ ولسواليو کلينيکونه شامل دي چې د جوړېدو چارې يې د ١٣٩٦ کال په لومړيو کې پيل شوي او د همدې کال تر پايه يې بايد چارې بشپړې شوې واى، خو سره له دې چارې يې نه دي بشپړې شوي، پيسې يې هم سل سلنه ايستل شوي او شخصي جيبونو ته تللې دي.

پژواک د اړوندې موضوع په اړه اسناد ترلاسه کړي دي. د دغو اسنادو په يوه پاڼه کې چې د پکتيکا ولايت د عامې روغتيا رياست له لوري د دغه ولايت مقام ته ليکل شوي راغلي چې د عامې روغتيا وزارت له هدايت سره د نکې او وړممۍ د BHC کلينيکونو د جوړېدو چارې بايد په ١٣٩٦ کال کې ترسره شي، ځکه دغه پيسې مشروطې دي او بل کال ته د انتقال وړ نه دي.

د همدې سند په پاى کې د پکتيکا د وخت مرستيال والي لاسليک کړى او ويلي يې دي چې د يادو پروژو تدارکاتي چارې بايد ترسره شي.

په يوه بل سند کې د پکتيکا د هغه مهال د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولي ګل د دغه ولايت د ښاري پراختيا او کور جوړولو رياست ته ليکلي چې د يادو پروژو تدارکاتي چارې دې ترسره کړي.

همدارنګه په يوه بل سند کې د پکتيکا د عامې روغتيا رياست له لوري د عامې روغتيا وزارت د ولايتونو د همغږۍ رياست ته ليکل شوي چې د وړممۍ او نکې ولسواليو د کلينيکونو تدارکاتي چارې بشپړې شوي او په ١١ پاڼو کې دوى ته استول شوى، خو ځواب يې تر اوسه نه دى ترلاسه کړى.

بل لورته بيا د پکتيکا د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې د يادو پروژو ټولې پيسې ايستل شوي او چارې يې ډېرې لږ ترسره شوې دي.

 رسولي: د دغو کلينيکونو چارې يواځې ۱۵سلنه ترسره شوې دي

د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکټر اسدالله رسولي پژواک ته وويل چې د يادو کلينيکونو په نوم شل ميليونه افغانۍ ايستل شوي، خو چارې يې ١٥ سلنې پورې ترسره شوې دي.

ده وويل:”د وړممۍ کلينيک چارې په ١٣٩٦ کال پيل شوې په همدې کال بايد خلاص شوى واى خو چارې يې ١٥ سلنه ترسره شوي او د وخت مسوولينو د يوې بشپړې پروژې په توګه يې تسليمې اخيستې ده. ”

ډاکټر رسولي زياتوي: ” د نکې ولسوالۍ هم چارې يې په ١٣٩٦ پيل شوې وې او په همدې کال بايد پاى ته رسېدلې واى که څه هم چې ډېر لږ کار يې شوى، خو ډېر بې کفيته و ټول بېرته نړېدلى، خو د وخت چارواکو يې تسليمي اخيستې ده.”

د نوموړي په وينا، د نکې ولسوالۍ روغتيايي مرکز دا مهال په يوه کرايي کور کې دى چې د مناسب ځاى د نشتوالي له امله ډاکټران يې له ستونزو سره مخ دي.

ده وويل چې د دغه ولايت په مټاخان، سروبي، ډيله خوشامند، جاني خېل او ځينو نورو ولسواليو کې هم د ډېرو روغتيايي مرکزونو د جوړېدو چارې نيمګړې پاتې دي.

په ورته وخت کې د وړممۍ ولسوالۍ اوسېدونکي صادق چې د يادې ولسوالۍ د کلينيک د انځورونو په استولو کې يې له پژواک سره همکارې کړې، وويل چې د دوى د کلينيک چارې نه دي ترسره شوي.

ده وويل: “هغه وخت الياس وحدت والي و، د کلينيک کار شروع شو خو يواځې سنګ کاري يې وشوه نور هېڅ هم نشته دي، موږ ورته خوشحاله وو چې کلينيک به جوړ شي خو دغه کار تر اوسه و نه شو. ”

د همدې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي احمد مختار (مستعار نوم) پژواک ته وويل چې شاوخوا شل ورځې يې د ياد کلينيک په جوړلو کې کار کړى، خو د څو کلونو په تېرېدو سره يې تر اوسه خپل د مزد پيسې نه دي ترلاسه کړي.

 د پکتيکا حکومتي مسوولين: د وخت چارواکي بايد په دې اړه ځواب وو وايي

د پکتيکا د والي وياند غازي دانش پژواک ته وويل چې د يادو کلينيکونو د چارو په اړه دوى دقيق معلومات نه لري.

ده وويل: “دغه پوښتنه بايد د وخت والي الياس وحدت او د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولي ګل ځواب کړي. ”

 د پکتيکا د عامې روغتيا پخوانى رييس: د يادو روغتيايي کلينيکونو تسليمي مې نه ده اخيستې

د يادو پروژو د جوړېدو پرمهال د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولي ګل پژواک ته وويل چې د يادو روغتيايي مرکزونو چارې نه دي بشپړې شوي.

دى وايي: ” زه نه يم تسليم شوى که د وخت چارواکي تسليم شوي وي زه يې په اړه معلومات نه لرم. ”

بل لورته د پکتيکا پخواني والي الياس وحدت پژواک ته وويل چې دا مهال د يادې موضوع په اړه د خبرو کولو لپاره وخت نه لري.

د يادونې ده چې د پکتيکا د يادو کلينيکونو ترڅنګ د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم داسې پروژې شته چې چارې يې ډېرې لږ ترسره شوي، خو پيسې يې ايستل شوي او شخصي جيبونو ته تللې دي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

 

 

Visits: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.