ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې چاودنو اووه کسان ټپیان کړي

په کابل کې چاودنو اووه کسان ټپیان کړي

author avatar
28 Nov 2020 - 11:27
په کابل کې چاودنو اووه کسان ټپیان کړي
author avatar
28 Nov 2020 - 11:27

کابل (پژواک ٨ لېندۍ ۹۹): د کابل امنیه قوماندني وایي چې د دغه ښار په شپږمه او یوولسمه ناحیو کې د چسپکي ماین په دوو جلا چاودنو کې اووه کسان ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د شپږمې ناحیې اړوند په امېد سبز ښارګوټي کې پر یوه فيلډر موټر چسپکي ماین چاودنه کړې چې له امله یې درې کسان تپیان شوي دي.

دغه راز هغه زیاته کړه چې شاوخوا اووه بجې او لس دقیقې د یوولسمې ناحیې په ګولایي سینما سیمه کې پر یوه لندکروزر موټر هم د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده.

د نوموړي په وینا، په دې چاودنه کې څلور کسان ټپیان شوي دي.

سرچینې له جزئیاتو پرته وویل په ټپیانو کې د پولیسو دوه منسوبین او پنځه ملکي وکړي شامل دي.

د دغو دوو چاودنو مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

Visits: 13

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.