ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي مسوولين په درېيو ولايتونو کې د ٣٦ طالبانو د وژلو ادعا کوي

امنيتي مسوولين په درېيو ولايتونو کې د ٣٦ طالبانو د وژلو ادعا کوي

جلال اباد- هرات- کندوز (پژواک، ۸ لېندۍ ۹۹): امنيتي مسوولين وايي چې په ننګرهار، هرات او کندوز ولايتونو کې ٣٦ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر  نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لېندۍ په ۸مه پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په زاوې سیمه کې تېره شپه افغان ځواکونو د وسله والو پر يو پټنځای هوایي برید کړی دی.

هغه زياته کړه چې د دغو بريد په ترڅ کې د یوه قوماندان عبدالقدوس په ګډون ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په بريد کې د وسله والو یو کرولا موټر، یوه دهشکه او نورې وسلې تخریب شوې دي.

هغه زياته کړه په وژل شوو کې یو شمېر پاکستاني اتباع هم شامل دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په هرات کې هم طالبان وژل شوي دي.

په دغه ولايت کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه وسله والو طالبان د کهسان ولسوالۍ په بره کوه سيمه کې را ټول شوي وو او پر امنيتي ځواکونو يې د بريد پلان درلود.

سرچينه وايي، مخکې له دې چې یاد وسله وال برید وکړي، د امنیتي ځواکونو د هوايي برید موخه ګرځېدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو بريدونو کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

همدارنګه په کندوز کې هم طالبان وژل شوي دي.

په دغه ولايت کې د ٢١٧ پامير قول اردو د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هوايي ځواکونو په امام صاحب ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي بريد کړى.

سرچينه وايي چې په دغه بريد کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

امنيتي مسوولين زياتوي چې په يادو بريدونو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بل لور ته طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.