جلال اباد (پژواک، ۹ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار په ۱۴ ولسوالیو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د نږدې ۱۴۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۶۷ د پيازو او ۱۲ د کچالو زېرمې جوړې شوې.
د یادو زېرمو پرانېسته د لیندۍ په ۹مه په سره رود ولسوالۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وشوه او کروندګرو ته وسپارل شوې.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وویل، چې د ۱۳۹ ميليونه او څلور سوه شپيته زره افغانيو په مالي لګښت په څوارلس ولسواليو کې ۳۶۷ د پيازو زېرمې جوړې شوې.
نوموړي وويل، چې د پیازو هره زېرمه د پنځلس مټريک ټنو پيازو د ساتنې ظرفيت لري، چې په مجموعي ډول به پنځه زره او پنځه سوه ټنه پياز په کې وساتل شي.
هغه زياته کړه، چې تر دې وړاندې پياز پاکستان ته لېږل کېدل، چې تر ساتلو وروسته به بېرته په لوړه بيه افغانستان ته وارديدل؛ خو اوس به پياز دلته ساتل کيږي او ګټه به يې مستقيماً بزګر ته ځي.
د کرنې وزارت معين حشمت الله غفوري وويل چې د څه باندې اووه ميليونه او درې سوه شپږ اتيا زره افغانيو په مالي لګښت د کچالو ساتنې دوولس زېرمې هم جوړې شوي، چې په مجموعي ډول به ۲۴۰ ټنه کچالو په کې وساتل شي.
نوموړي زياته کړه، چې ولسمشر اته سوه ميليونه افغانۍ کرنې سکتور ته وقف کړي، چې له دې پیسو څخه به د ننګرهار کرنې ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.
د کرنې معين وويل، چې د کرنيزې طرحې له مخې به په هېواد کې تر دوولس زرو پورې زېرمې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې په ترڅ کې به يې زرګونه ټنه د کرنې اړوند محصولات وساتل شي.
محب الله چې د کرنې رياست په مرسته ورته د پيازو زېرمه جوړه شوې وايي، تر دې وړاندې يې پياز په ډېره ارزانه بيه پلورل کېدل، خو تردې وروسته به پياز په همدغو خونو کې ساتل کېږي او بيا به په نورو وختونو کې په ښه بيه پلورل کېږي.










