ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي دفاع وزارت: د غزني د وروستي موټربم برید طراح ووژل شو

ملي دفاع وزارت: د غزني د وروستي موټربم برید طراح ووژل شو

author avatar
30 Nov 2020 - 13:01
ملي دفاع وزارت: د غزني د وروستي موټربم برید طراح ووژل شو
author avatar
30 Nov 2020 - 13:01

کابل (پژواک، ١٠ لېندۍ ٩٩): د ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په هوايي بريد کې د غزني د وروستي موټربم بريد طراح له خپلو اووه نورو ملګرو سره وژل شوى دى.

پرون د غزني ښار د درېيمې حوزې اړوند د قلعه جوز په سيمه کې د عامه نظم ساتنې پر کنډک د موټربم بريد وشو چې په ترڅ کې يې ٣١ سرتېري ووژل شول او ٢٤ نور ټپيان شول.

د ملي دفاع وزارت له يادې پېښې يوه ورځ وروسته د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ياد بريد طراح يې وژلی دی.

سرچينه وايي چې هوايي ځواکونو تېره شپه د غزني د ګيرو ولسوالۍ علي شېرخېل سيمه کې هدفمند بريد کړى دى.

د خبرپاڼې په حواله، په دغه بريد کې د غزني د وروستي موټربم بريد طراح حمزه وزيرستانى له خپلو اوو نورو ملګرو سره وژل شوى دى.

سرچينه زياتوي چې په دغه بريد کې د وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

د يادونې ده، د غزني د وروستي موټربم بريد او د ملي دفاع وزارت د يادو څرګندونو په اړه تر اوسه د افغان دولت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.