ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مېرمن شوبا: په ١٣ زره پاکستانۍ کلدارو پر يوه افغان پلورل شوې يم

مېرمن شوبا: په ١٣ زره پاکستانۍ کلدارو پر يوه افغان پلورل شوې يم

author avatar
30 Nov 2020 - 16:52
مېرمن شوبا: په ١٣ زره پاکستانۍ کلدارو پر يوه افغان پلورل شوې يم
author avatar
30 Nov 2020 - 16:52

غزني ښار (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٩): يوه بنګله دېشۍ مېرمنه وايي چې ٤٠ کاله وړاندې د پاکستان په ديره اسماعيل خان کې پر يوه افغان په ١٣ زره کلدارو پلورل شوې او په دغه موده کې له خپلې کورنۍ او اولادونو لرې پاتې شوې ده.

دغه مېرمنه شوبا بي بي نوميږي چې د بنګله دېش هېواد د مرکز ډاکه اصلي اوسېدونکې ده، خو له تېرو ٤٠ کلونو راهيسې د افغانستان د غزني ولايت يوه اوسېدونکي د ځان لپاره پېرلې او اوس ورسره ګډ ژوند کوي.

شوبا پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې له خپل بنګالي خاوند څخه د ذاکر حسين او مجيب الرحمن په نومونو يې دوه زامن درلودل.

دې وويل چې له واده يې څو کاله وروسته بنګالى خاوند په حق ورسېده او له هغه وروسته يې د خاوند له تربورانو سره د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه پيل کړه.

هغې زياته کړه: ((کله مو چې جنجال شروع شو نو لېور مې ماته اخطار راکړ  چې دعوه نور بنده کړم کنه داسې کار به مې حق کې وکړي چې بيا به نه هېردونکى وي.))

شوبا وايي چې يوه ورځ ډېره ناروغه شوه او له خپل لېوره سره ډاکټر ته ولاړه او له هغې وروسته يې بېرته نه خپل بچي او نه هم خپل هېواد ليدلى دى.

دا زياتوي: ((ډاکټر ته چې لاړو هلته مې لېور راته نشه يي مواد راکړل، کله چې په هوښ شوم نو د پاکستان په ديره اسماعيل خان کې په يوه کلا کې له نورو ښځو سره يوځاى وم.))

د شوبا د معلوماتو له مخې، دا ښځې ټولې دې کلا ته د پلورلو لپاره راوړل شوې وې، هره ورځ به يوه-دوه پلورل کېدې.

نوموړې زياته کړه: ((بس قسمت و، يوه ورځ زما نوبت هم ورسېده د افغانستان د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ يو اوسېدونکى همدې کلا ته راغى، په ١٣ زره کلدارې يې زه پرې خرڅه کړم، ٢٠ کاله مې ورسره پاکستان کې تېر کړل او دا دى ٢٠ کيږي چې په افغانستان کې ورسره ژوند کوم.))

شوبا وويل چې له افغان خاوند څخه تر اوسه اولاد نه لري خو دواړه په خوشحالۍ سره ژوند کوي.

دې زياته کړه: ((زما خاوند دوکان لري، ژوند مو بد نه دى، ما خپله خاوند ته دلته دوه نورې ښځې هم کړې دي خو له يوه څخه هم اولاد نه لري.))

دا وايي چې تر ٤٠ کلونو وروسته يې په غزني کې د يوې مدنې ټولنې په همکارۍ خپل يو زوى او لمسيان پيدا کړي دي.

شوبا زياتوي: ((کشر زوى مې وفات شوى، بچيان يې په بنګله دېش کې دي، خو مشر زوى مې ذاکرحسين په سعودي عربستان کې دى چې د واټساپ له لارې دواړو کورنيو سره اړيکه لرم.))

دې زياته کړه چې لمسيان او زوى يې د دې د لېدلو په ارمان دي، خو د امکاناتو د نشتون له امله نه شي کولاى له خپلې کورنۍ سره يوځاى شي.

شوبا له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې خپل هېواد ته د تګ لپاره يې زمينه برابره کړي، ځکه نه يې خاوند او نه يې هم زامن د دې کار توان لري.

دغه راز د شوبا خاوند عبدالحبيب پژواک ته وويل چې دغه بنګالۍ ښځه يې په پاکستان پېرلې ده.

دى وايي: ((پاکستان د ښځو منډوي دى، هرڅوک چې پيسې ولري، هلته ورځي، دوه-درې ښځې ورته راولي نرخ کې ورسره جوړيږي او اخلي يې ما هم دغه ښځه په همدې بازار کې اخيستې ده، په اوله کې نکاح ته نه حاضرېده، بيا مې يوه بله بنګالۍ مېرمنه ورته راوسته هغې د نکاح لپاره رضا کړه.))

د هغه په وينا، که چېرې دغه ښځه وغواړي چې بېرته خپل ټاټوبي بنګله دېش ته ولاړه شي او له خپلو اولادونو او لمسيانو سره يوځاى شي، دى په کې هېڅ ستونزه نه لري.

عبدالحبيب زياتوي: ((زه دومره پسې نه لرم چې ور يې کړم او دا لاړه شي، حکومت دې همکاري وکړي.))

بل لورته په غزني کې د رڼا ټولنې مشر اسدالله مرجانخېل پژواک ته وويل چې دغه مېرمنه د دوى په سيمه کې ژوند کوي.

مرجانخېل وايي: ((ما په سعودي کې له نورو بنګاليانو سره اړيکې ونيولې او د شوبا زوى ذاکر حسين مې ورته پيدا کړ، خو اوس امکانات نشته دي چې مور يې زوى ته واستوو.))

نوموړي له سوداګرو او خيريه ټولنو غوښتنه وکړه چې له شوبا سره د يادې ستونزې په حل کې همکاري وکړي.

Visits: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.