ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتر ټينا: د سولې له کېدو وروسته به مو مرستې د افغانانو لومړيتوبونو ته په کتو دوام ولري

ډاکتر ټينا: د سولې له کېدو وروسته به مو مرستې د افغانانو لومړيتوبونو ته په کتو دوام ولري

author avatar
30 Nov 2020 - 13:03
ډاکتر ټينا: د سولې له کېدو وروسته به مو مرستې د افغانانو لومړيتوبونو ته په کتو دوام ولري
author avatar
30 Nov 2020 - 13:03

کابل (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٩): په افغانستان کې د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې (يو اېس اى اې ډي) مشره وايي چې دوى به له سولې وروسته د افغانانو لومړيتوبونو ته په کتو خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د دې ادارې مشرې ډاکتر ټينا ډولي جونز (Dr. Tina Dooley-Jones) دا څرګندونې پژواک خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه وکړې.

هغې لومړى په افغانستان کې د دې ادارې پر فعاليتونو رڼا واچوله او ويې ويل چې په تېرو نږدې ٢٠ کلونو کې یې په بېلابېلو برخو کې فعاليتونه کړي دي.

نوموړې زياته کړه چې دوى د روغتيا، پوهنې، د ښځو او ښځينه سوداګرو پياوړتيا، د مدني ټولنې پياوړتيا، د دولتي ادارو او کارکوونکو د ظرفيتونو لوړولو، ډيموکراسۍ، ټاکنو، پارلمان، د برېښنا سکتور، انرژۍ سکتور، کرنې، سوداګرۍ، سوداګرۍ خونې او هوايي دهلېزونو په برخو کې مرستې او همکارۍ کړې دي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې، ايا ډاډه ده يادې مرستې يې په سمه توګه لګول شوې او فساد په کې نه دی شوى؟ وويل چې دوى تل له خپلو پروژو په دقيقه توګه ارزونه کړې ده.

هغې ومنله چې په افغانستان کې فساد شته او په دې اړه هر څوک خبرې کوي، خو دوى تل هڅه کړې چې د امريکا د ماليه ورکوونکو خلکو پيسې په سمه توګه ولګول شي.

ډاکټر ټينا وايي، کله چې د دوى په مرستو کې د فساد کومه خبره کېږي، دوى ژر لاس په کار کېږي او په اړه يې جدي څېړنې کوي.

د نوموړې په وينا، د افغانستان په تړاو مرستندويو نړيوالو کنفرانسونو کې هم د فساد په اړه جدي خبرې کېږي او نړيوالې مرستې له فساد سره مبارزې سره مشروطې وي.

څه وخت مخکې اروپايي ټولنې ويلي وو چې که د طالبانو امارات بيا راشي، نو په افغانستان کې به يې مرستې اغېزمنې شي، په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې مشرې وويل، هو دوى هم په دې برخه کې لکه د اروپايي ټولنې دريځ لري.

خو هغې زياته کړه چې د سولې پروسه د افغانانو په مشرۍ او مالکيت ترسره کېږي او نړيوالې ټولنې په ټولو کنفرانسونو کې له افغانستان سره خپلې مرستې مشروطې کړې دي.

دې وويل: “دا مرستې له فساد سره د مبارزې، بشري حقونو، د ښځو د حقونو، اقليتونو د حقونو او د تېرو ١٩ کلونو لاسته راوړنو له ساتلو سره مشروطې دي.”

ډاکټر ټينا وايي: “موږ بايد وګورو چې په دې ټولو برخو کې پرمختګونه شوي وي او په راتلونکي کې بايد دا لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ نه شي.”

د هغې په وينا، په قطر کې دواړه لوري که غواړي له تړون وروسته د نړيوالې ټولنې مرستې ترلاسه کړي، نو د سولې خبرو کې بايد د نړيوالې ټولنې هيلو او غوښتنو ته غوږ کېږدي او په توافقاتو کې ورته ځاى ورکړل شي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې که په قطر د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې تړون کېږي، نو له هغه وروسته به د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې (يو اېس اى اې ډي) رول څه ډول وي؟ ډاکتر ټينا وويل: “زموږ پروګرامونه به لږ تغيير کوي، خو ډېر به نه کوي، خو ګورو چې له تړون وروسته حالات څه ډول کېږي او هغه مهاله به د افغانانو او حکومت لومړيتوبونو ته ګورو بيا به هماغه ډول همکاري کوو.”

خو ډاکتر ټينا وايي چې اوس لا له وخته مخکې خبره ده، د سولې تړونونه ډېر وخت اخلي، کېداى شي کلونه کلونه واخلي.

دې زياته کړه: “که چېرې دوى يوه تړون ته ورسېږي، موږ به هغه مهال افغانستان ته د يو نازک دولت په توګه ګورو او داسې يو پروګرام به ډيزاين کړو چې له حالاتو سره برابروي.”

خو په افغانستان کې د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې مشرې ټينګار وکړ چې له سولې مخکې باید تاوتريخوالى کم او اوربند وشي، څو پرمختيايي کارونه ترسره شي.

له سولې وروسته د افغانانو د ظرفيتونو لوړولو په برخه کې د همکاريو په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې ډاکتر ټينا وويل: “موږ له پخوا څخه په ملي، ولايتي او د ولسواليو په کچو د ظرفيتونو لوړولو په برخو کې ډېر کار کړى دى.”

هغې زياته کړه چې له سولې وروسته بايد داسې کارونه وشي چې افغانان د سولې له ګټو برخمن شي او د دوى په ژوند کې بدلون راشي.

د نوموړې په وينا، غواړي په راتلونکي کې هم په دې برخو کې ډېر کار وکړي.

د يوسایډي مشرې وويل چې په دې وروستيو کې یې د امنيت په پرتله د کرونا وبا پر فعاليتونو ډېره اغېزه کړې ده.

ډاکتر ټينا وايي چې د امنيت ستونزه خو په افغانستان کې له کلونو راهيسې شته، خو دوى خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکړې ده.

دې زياته کړه چې د کرونا وبا يوه ډېره جدي روغتيايي موضوع ده چې ورسره د دوى پر فعالتيونو بده اغېزه شوې ده.

هغې وويل چې د کرونا پر مهال يې د افغانستان د عامې روغتيا له وزارت سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي، د نورو مرستو ترڅنګ یې ١٠٠ وينټلاټورونه ورکړي او روغتيايي تخنيکي کارکوونکو ته يې روزنه ورکړې ده.

ډاکټر ټينا وايي، د روان زېږديز کال د نومبر تر ١٩مې نېټې پورې، په کابل او يو شمېر ولايتونو کې يې ٦٣٠ روغتيايي کارکوونکو (ډاکټران، نرسان او قابلو) ته د وينټلاټورونو کارولو په ګډون په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړې ده.

د هغې په وينا، تر راتلونکو درېيو مياشتو به د روغتيايي کارکوونکو روزنې ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې مشرې وويل چې د کرونا پر مهال يې له واشنګټن څخه ٣٩ ميليونه ډالره اضافه مرسته ترلاسه کړه، څو په بېلابېلو برخو کې له کرونا سره مبارزه وشي.

نوموړې هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې مرستې يې د طالبانو په لاس د هغوى په سيمو کې وېشل شوې دي.

ډاکټر ټينا وايي، امريکا او ملګرو ملتونو پر طالبانو بنديزونه لګولي، دوى د دغه ډول ګروپونو په لاس خپلې مرستې نه وېشي.

خو دې زياته کړه، وروسته له هغه چې د دوى ټيمونه ډاډه شي چې مرستې طالبانو ته نه، بلکې اړمنو خلکو ته رسېږي، د طالبانو په سيمو کې يې بيا وېشي.

دې زياته کړه: “طالبانو ته هېڅ ډول نېغ په نېغه مرسته نه کېږي.. دا چې د ځينو مرستو طالبانو کريډېت اخيستى، دا سم نه دى.”

د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې مشره د افغانستان د راتلونکي او سولې په تړاو خوشباوره ده او وايي چې افغانان اوس يو تاريخي پړاو ته ننوتلی دی.

د ډاکټر ټينا په وينا، د لومړي ځل لپاره د دواړو لورو د سولې خبرې پيل شوې دي، امريکا او نړيوالې ټولنه د دې پروسې ملاتړ او د پرمختګ يې لپاره يې مرسته کوي.

دې زياته کړه چې د جنيوا په تېر کنفرانس کې د نړيوالې ټولنې له خوا له افغانستان سره د کال د ٣،٣ ميليارده ډالرو مرستو اعلان دا ثابته کړه چې دوى له افغانانو او افغانستان سره ولاړ دي او چېرې نه ځي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.