ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د غور د ښځو چارو ریاست د ځمکې د غصب قضیه څېړي

حکومت د غور د ښځو چارو ریاست د ځمکې د غصب قضیه څېړي

author avatar
1 Dec 2020 - 15:17
حکومت د غور د ښځو چارو ریاست د ځمکې د غصب قضیه څېړي
author avatar
1 Dec 2020 - 15:17

فيروزکوه (پژواک، ١١ لېندۍ ٩٩): په غور ولایت کې د ښځو چار ریاست د ځمکې د غصب په اړه د پژواک تحقیقي راپور له خپرېدو وروسته حکومت د یادې قضیې څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی چې ډېر ژر به کار پیل کړي.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د روان کال د لړم په پنځمه د غور ولایت د ښځو چارو پخوانۍ رییسې معصومې انوري د دغه ریاست ٦٢٥ متره مربع ځمکه غصب کړې او د استوګنې کور یې په کې جوړ کړی دی.

د دغه راپور له خپرېدو وروسته د ښځو چارو وزارت د دغه وزارت دوه استازي د یادې موضوع د څېړلو لپاره غور ته ولېږل.

د ښځو چارو وزارت په هغه مکتوب کې چې پژواک ترلاسه کړی، ویل شوي: ((د غور ولایت د ښځو چارو ریاست د ځمکې د غصب موضوع څېړلو لپاره د پلاوي د معرفي کېدو په اړه د ښځو چارو وزارت د مالي او اداري معینیت د مالي او اداري ریاست د املاکو د خدماتو امریت د ٢٢/٨/١٣٩٩ نېټې د (/٢١٤/١٧٦) ګڼې مکتوب کې د دوو استازو «د داخلي تفتیش امریت مالي او اداري مفتش شریف الله خسرو او د دغه وزارت د مالي او اداري ریاست د املاکو مدیر مصطفی اساس» د ټاکل کېدو یادونه شوې ده، په دې اساس د ولایت مقام د ٢٢/٨/١٣٩٩ نېټې د احکامو له مخې، د سیمه ییزو ادارو استازي په لاندې ترکیب ((نورمحمد نور د ولایت مقام استازی، ګل احمد رستمي د شهیدان او معلولینو امر، سید رحمن رحماني د فېروزکوه د ښاروالۍ استازی، خیرالدین رامش د ښارجوړونې او ځمکو رییس، د عدلیې ریاست د استازي د همکار سلطان احمد تر ریاست لاندې مخکې ټاکل شوي دي.))

دغه راز په مکتوب کې راغلي: ((لارښوونه کېږي چې د وزارت له استازو سره په همغږۍ د ښځو چارو ریاست د عدلیې د ځمکې او د غور ولایت د ښځو چارو د پخوانۍ رییسې معصومې انوري اړوند موضوع ته له قانون سره سمه رسېدنه وکړي، ورکه شوې ځمکه د روښانه متراج په وسیله معلومه او په اړه یې راپور وړاندې کړي.))

د غور ولایت د ښځو چارو رییسې حلیمې پرستش پژواک ته وویل، د ښځو چارو ریاست د ورکې شوې ځمکې په تړاو د څېړنو اووه کسیز پلاوي خپلې چارې پیل کړې دي.

خو هغې د پلاوي پر ټاکلو نیوکه وکړه او ویې ویل، د پلاوي په ترکیب کې باید د ښځو چارو ریاست استازی هم موجود وای چې دغه مسئله ورته د پوښتنې وړ ده.

هغې زیاته کړه: ((دغه کار د والي صاحب صلاحیت دی، دوی لازمه ګڼلې چې د شهیدانو او معلولینو ریاست استازی وي او موږ په کمېټه کې نه و اوسو.))

نوموړې وویل، والي ورته ویلي چې پلاوی له مرکز څخه ټاکل شوی دی.

بلخوا د غور ولایت ښاروال محمد عارف قاضي زاده هم وویل چې له نوموړي سره د ښځو چارو ریاست د ځمکې د غصب موضوع څېړلو په اړه د پلاوي ټاکلو مشوره نه ده شوې.

هغه وویل: ((موږ اصلاً له دغه کار څخه خبر نه یو، که له کابله هم پلاوی راغلی موږ نه یو خبر، که بله مسئله هم یاده شوې چې دغه موضوع وڅېړي، موږ ترې خبر نه لرو. موږ د املاکو په برخه کې د املاکو مدیر لرو، انجنیر لرو، د غصبي او غیر غصبي او پلاني سیمو موضوعات زموږ د پلاوي له خوا ټاکل کېږي چې دغه کار نه دی ترسره شوی.))

نوموړي زیاته کړه، سید رحمت الله رحماني چې په استعلام کې د ښاروالۍ استازی یاد شوی، د دوی له خوا نه دی ټاکل شوی، یاد کس د ښاروالۍ ادارې د درېیمې ناحیې مدیر دی او په وظیفوي غیابت کې دی.

بلخوا یو شمېر سرچینو چې نه غواړي نوم یې خپور شي، پژواک ته ویلي، د ښځو چارو وزارت استول شوی پلاوی اوس شپه د سرې میاشتې په مېلمستون کې کوي.

یادې سرچینې زیاته کړه، د غور د سرې میاشتې رییس او د معصومې انوري مېړه د ښځو چارو ریاست د ځمکې د غصب اصلي تورن دی.

د ښځو چارو رییسې حلیمې پرستش تایید کړه چې مرکزي پلاوی د غور ولایت د سرې میاشتې په مېلمستون کې اوسېږي.

په ورته وخت کې د غور د والي ویاند عارف عابر پژواک ته وویل، د څارنوالۍ، ملي امنیت، ښاروالۍ، عدلیې او ولایت له استازو څخه جوړ پلاوی د یادې موضوع څېړلو لپاره ګومارل شوی دی.

هغه زیاته کړه: ((د پلاوي رییس کابل ته سفر کړی، خو نور غړي یې شته، هرکله چې رییس بېرته راشي، یاد پلاوی به خپلې څېړنې پیلوي.))

نوموړي د سرې میاشتې په دفتر کې د پلاوي اوسېدل تایید کړل او ویې ویل، د پلاوي د غړو د اوسېدو لپاره د مناسب ځای نه موجودیت له امله دوی د سرې میاشتې ریاست په دفتر کې ځای پر ځای شوي دي.

عابر د غور ولایت د ښځو چارو د اوسنۍ رییسې دې اندېښنو ته چې ګواکي د پلاوي غړي په سلیقوي ډول ټاکل شوي، په ځواب کې وویل، باید منفي فکر ونه شي، اجازه دې ورکړي چې د پلاوي کار پای ته ورسېږي او وروسته دې په دې اړه څرګندونې وکړي.

د غور د والي ویاند وویل، قضیه په جدي ډول څېړل کېږي، سربېره پر دې که کوم اسناد او مدارک موجود وي، ښايي بل پلاوی وټاکل شي.

پژواک د داخلي تفتیش د مالي او اداري مفتش او د یاد پلاوي له غړي شریف الله خسرو سره پرله پسې اړیکې ټینګې کړې خو نوموړي د پژواک پوښتنې ځواب نه کړې.

Visits: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.