ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې کرنیزو محصولاتو ساتلو لپاره ۴۱ سړې خونې جوړې شوې

پکتیکا کې کرنیزو محصولاتو ساتلو لپاره ۴۱ سړې خونې جوړې شوې

author avatar
2 Dec 2020 - 14:26
پکتیکا کې کرنیزو محصولاتو ساتلو لپاره ۴۱ سړې خونې جوړې شوې
author avatar
2 Dec 2020 - 14:26

ښرنه (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٩): د پکتيکا د کرنې رياست له لوري د ٣٣ ميليونه افغانيو په لګښت د ميوې او سبزيو ساتلو زېرمې او شنې خونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د پکتيکا د کرنې رييس ابوبکر وويل چې دغه پروژې د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام له لارې ترسره شوې دي.

هغه زياته کړه چې په دغو پروژو کې ٤١ د پيازو او کچالو د ساتنې زېرمې، ٢٨ د مميزو وچولو او يو شمېر شنې خونې شاملې دي.

د پکتيکا د کرنې رييس زياتوي چې پر يادو پروژو ٣٣ ميليونه افغانۍ لګول شوې دي.

ده زياته کړه: ((دغه پروژې کروندګرو ته ډېره ګټه رسوي، هم يې توليدات نه خرابېږي او هم يې په وخت سره سبزي او نور توليدات بازار ته رسېږي.))

دغه راز يوه کروندګر جمعه محمد وويل چې له دې مخکې يې ډېر حاصلات خراب شوي او پر دې نه دى توانېدلى چې مناسب وخت کې يې بازار ته عرضه کړي.

دى وايي: ((دا اوس ډېر ښه کار وشو، زېرمې او شنې خونې جوړې شوې، اوس به مو حاصلات نه خرابېږي.))

د يادونې ده، تېره ورځ هم په پکتيکا کې يو شمېر شنې خونې او د جلغوزو د پروسس یوه فابريکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.