ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ خلک: حکومت دې د ولسوالانو په انتخاب کې د خلکو رایې ته احترام وکړي

د بلخ خلک: حکومت دې د ولسوالانو په انتخاب کې د خلکو رایې ته احترام وکړي

author avatar
5 Dec 2020 - 19:49
د بلخ خلک: حکومت دې د ولسوالانو په انتخاب کې د خلکو رایې ته احترام وکړي
author avatar
5 Dec 2020 - 19:49

مزارشريف (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۹): د بلخ ولايت قومي مشران او مدني فعالان غوښتنه کوي چې حکومت بايد د نوو ټاکل کېدونکو ولسوالانو په انتخاب کې د خلکو رايې ته احترام وکړي.

دوی چې د ليندۍ په ۱۵مه، د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې راټول شوي وو، همدا راز يې ويل چې د حکومت او خلکو تر منځ د فاصلې له منځه وړلو په موخه بايد نفوذ لرونکي او پاک کسان د ولسوالانو په توګه وټاکل شي.

د افغانستان حکومت څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د ولسواليو لپاره يې د ولسوالانو د ټاکل کېدو پروسه نيمه انتخابي کړې ده.

د نوې طرحې له مخې د هر ولايت سيمه ييزه اداره د خلکو او قومي مشرانو د تاييد په صورت کې درې کسان مرکز ته ور پېژني، چې بيا به مرکزي حکومت له يادو درې کسانو څخه يو تن د ولسوال په توګه ټاکي.

د بلخ ولايت قومي مشر ايوب خان مومند پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پروسه د خلکو او حکومت تر منځ د فاصلې له منځه وړلو لپاره يو ښه فرصت دی.

هغه زياته کړه، حکومت بايد د ولسوالانو د ټاکل کېدو برخه کې د خلکو رايې ته بشپړ درناوی وکړي.

نوموړي همدا راز وويل، چې د تازه ټاکل کېدونکو ولسوالانو د انتخاب په برخه کې بايد اهليت او ولسي نفوذ په پام کې ونيول شي او يادې پروسه کې د قوم، ګوند او سمت پر اساس چلند ونه شي.

هغه زياته کړه: ((هغه څوک بايد د ولسوال په توګه وټاکل شي، چې لومړی اهليت ولري، بيا له هر ډول فساد څخه پاک او تر څنګ يې ولسي نفوذ ولري.))

د بلخ ولايت بل قومي مشر غلام رسول ملکزي پژواک ته وويل، يو شمېر کړۍ هڅې کوي چې خپل کسان یو ځل بیا د ولسوالانو په توګه وټاکي.

د ده په خبره، دغو خلکو خپل امتحان ورکړی او ټولنې ته اغېزمن نه دي تمام شي.

هغه زياته کړه، حکومت بايد هڅه وکړي چې په حکومت کې د خلکو د سهيم کېدو لپاره زمينه برابره کړي.

ملکزي وويل: ((ښه حکومتولي هغه وخت رامنځته کېدای شي، چې خلک ځان په حکومت کې سهيم وويني، اوس يو ښه فرصت دی چې حکومت ترې عظيمه ګټه پورته کړي.))

په دغه پروګرام کې ګډون کوونکو د سولې له روانو مذاکراتو څخه هم مشروط ملاتړ وکړ.

مدني فعاله کريمه دولتزۍ وايي، د ښځو حقونه بايد خوندي شي او همدا راز ملي او تعليمي بنسټونه پياوړي شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.